(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[19.Nov.2016 - 10:25]

کله کله مي دا زړه داسي خفه شي
چې "سلګۍ "مي د "سلګو "په تماشه شي

که مي حال د لیونتوب ووي " ارمان "ته
د " نازونو" هر یو " ناز "به سره لمبه شي

" جنازه " او " کفن " هسي یو رواج دې
له یارانو نه چې هیر شي " مړ "هغه شي

چې " قرار "مي مرور شي د " قرار " نه
بي صبري مي په " سینه " کې زلزله شي

نه " فریب "به د مغل نه د " فرنګ "وي
پښتانه که یو ځل بیا سره "جرګه " شي

چې "دردونه" مي د "زړه " کله ګویا شي
یاقربان شي د " ټپو "ښکلي"  ټپه "شي

"عاجزي "چې "خودداري "شي نو لا یقه
تري نه جوړه د کعبي د " نور "جلوه شي

لا یق زاده لا یق 
د بي خودۍ له کتاب  څخه

-
بېرته شاته