(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اې خدایه څه به کیږي

[10.Nov.2016 - 20:59]

حالاتو ته چې ګورم ورځ تر ورځه خرابېږي 
ای خدایه څه به کیږي
له جنګه شولو ستړي او لا جنګ پسي اوږدیږي
اې خدایه څه به کیږي 

منزل دې رانه ورک د ورک منزل پسي روان یو
مونږ څنګه انسانان یو
دنيا طلب د علم کړي موږ علم سره وران یو
مونږ څنګه انسانان یو
مونږ تل اخته په ځان يو بس یو وینه ده توېږي
اې خدایه څه به کیږي

طالب ښه په مستۍ وو اوس داعش پکې پيدا شو
اخته په څه بلا شو
د جنګ نقشه بدله شوه خودکش په کې پيدا شو
اخته په څه بلا شو
بمبار کې د ناټو هم بي ګناه خلک مړه کیږي
اې خدایه څه به کیږي

پښتون وایې چې زه یم هزاره  وایې چې زه یم
تاجک وایې چې زه یم
ترکمن مورچه کې ناست دي خو ازبک وایې چې یم
تاجک وایې چې زه یم
افغان له نومه تښتي په اسلام هم نه جوړیږي
اې خدایه څه به کیږي

اسلام د امن نوم دې او په مینه یې تړون دې
قران مو ښه قانون دې
منم چې د کافر د لاسه خاوري مو ژوندون  دې
قران مو ښه قانون دې
خو بیا هم مسلمان د مسلمان سره جنګیږي
اې خدایه څه به کېږي

د ثور کود تاه نه چې د جنګ شوی اغاز دې
جهاد دې او محاذ دې
لکونه خلک ورک شول او د چا په کې کار ساز دې
جهاد او محاذ دې
څلویښت کلونه وشول جنګ روان دې نه ودریږي
ای خدایه څه به کیږي

دا سوال کوم له خدایه آمن سوله راله راکه
نور جنګ ورک په دنیا که
چې چیرته جنګ پرست وي هم هغه شیطان تباه که
نور جنګ ورک په دنیا که
بیداره امید شته چې دا دعا به دي قبلیږي
اې خدایه څه به کیږي

بصیر بیدار ستوری

-
بېرته شاته