(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[10.Nov.2016 - 20:53]

څه هنګامه څۀ تماشه خو بيا جوړېږي دلته
ما چې ستا نوم واخيستو خلک راټولېږي دلته

نه مو بڼ پاتې سلامت شو، نه چا دشتې معاف کړې
بويه چې بيا شنۀ سپېلني رازرغونېږي دلته
خلکو ته جوړه تماشه وي خلک پرې تېل اچوي
د زړۀ دنيا چې کله اور اخلي سوځېږي دلته
اوس څوک پړونے لوپټه پۀ تندر هم نه ولي
دغه خو عشق دے چې هغه ما نه پټېږي دلته
مرګ ته کافي دومره خبره ده زۀ تا نه منم
په دې بانه لوئې ټبرې ميراتېږي دلته

منګله! دې نه خو اسير ښه وم چې نه مې ليدے
زۀ ورته ګورم د بابا خونه ړنګېږي دلته
اسيرمنګل

-
بېرته شاته