(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داحرام دا حلال

[27.Oct.2016 - 10:16]

طنز
محمود نظری

 
داحرام دا حلال
هلته ډاکټرانو  زړښت کړ په خپل علم مهار
دلته ان  ماشومان  لا په ژوند نه دي خوشحال
هلته پوهان په ربوټ سره دړندوعملیات کوي 
دلته لا موښتی هر یو دی دخپل ږیرې په خلال
هلته ژوی لا ازاد سوه د قصاب له ظلمه او چړې 
دلته ښځې ماشومان لا په بمبارد دي سرومال
هلته خلکو علم زده کړ او کمپوتر او تخنیک
دلته لا خلک   اخته دی په داحرام او داحلال
هلته خلک خپلې  اپولو استوي مشتري او مریخ ته
دلته خلک اخته دلمر په راختو دی اووخت د زوال
هلته دڅو دینوخلک په سوله او امن کې ژوند کوي
دلته په یو دین کې فتوا ګانی دي دخپل ورور دقتال
هلته دنیادهر میکروب اوویروس درمل پیدا کړه
دلته لا کار کوي دم وچوپ دملا ، دتعویزګراو رمال
هلته دښځو پوهه هم  ډیره لوړ سوه لکه د سړو
دلته موښتي دي د خوارې ښځې په ولور اورومال
هلته خلک خپل اتلان لمانځي دلته موږ خپل غله
دلته دغلو په لمانځلو ټول  ملت دی سم سربدال
هلته خلک سپين ته سپین وایي دلته تور ته سپین
هلته تور تور دی دلته تور سپین دی بې ریګمال
هلته پوهان واکمن دي او سیاست پر مخ بیایي
دلته لوی غله واکمن دی پوهان یې دی  غوړمال
هلته ټاکنې یو وړونکی لري دلته دوه درې او څلور 
هلته په یوه دلته په دوو درو خلک نه دی ملال
هلته پاچا وینې که وزیران هر یو کوي دویاړ کار 
دلته باتور باید په ملي نفاق کې وښیي خپل کمال 
هلته که کارمن ختا وکړي وزیریې استعفاه کوي
دلته خاین تر هغه ناست وي چې يي وي خپل خیال 
هلته هغه واکمن دی چې خپله ټوله قوانین مني
دلته دقانون  نه منونکي واکمن دی نور دي کنګال
هلته مړه سوي  خاینان واکمن  لا محاکمه  کیږي  
دلته د لویو غلو تلین لمانځل کیږي دوه واره د کال
هلته ښه خلک دیو بل څنګ ته ښخیږي هدیره کې
دلته هر غله نیولې یوه غونډۍ ده د بیت المال
هلته د ښو خلکوپه نومونو واټونه نومول کیږي 
دلته د غله په نوم دی پوهنتون ، جاده اوکانال
هلته پوه مسلکي خلک لویو څوکیو ته رسیږي
دلته له نیکه نیکه غل او بهرنیو ته ښه پژوال
***
دغلو په شتون څنګه امکان لري دا وطن ودان سي 
چې وطن د پنځوسو زامنو تر ولکې لاندې وي د دجال
هغوی  موږ  ته همدا خپل  غله مرییان واکمن وي
په دې ډول دا وطن چوروي په خپل سیاسي چال
***
د هرخاین لکۍ غوټه ده د هاګ له محاکمې سره
هر یو دځان ژغورولو لپاره د دجال سوی ریشمال
یا ذوالجلاله دربدر کړې دا څوکۍپرسته پښتانه
د بدلون لپاره نه یوازې دواک لپاره جوړوي غول و غال
هغه ورځ به راسي چې وطن ددې تیارو خلاص سي
خدای مهربان دی په تور اسمان کې به مالوم سي هلال
 
ریشمال ( دووس)،غول و غال ( شور)،کنګال ( مفلس)
 
.....
ددو نفرو کاندیدانو ده کیسه
چې څرنګه یوه بایله یوه وګټه
دواړه په پایله سوه سره وران
دواړو راوغوښت لوی شیطان
هغه ورته ولس په ونه وتاړه
دهغه یې  پروتوګ وښوییاوه 
یو یې دهغه سره بد کار وکړه
بل تړلی په ځنګل کې پرېښاوه
 
یو بل کاندید دهغې لارې تیریده
ولس یې تړلی بې پرتوګه ولیده
له هغه یې وکړه پوښته خبره ده څه؟
هغه ټوله کیسه  ورته په زیروزور وکړه
هغه د ولس کیسې ته ویښ ویښ کوله
دهغه حال  ته یې په ایښ پیښ کتله
ول اخیر شیطان کړه دواړه باچاهان 
له دواړو یې په غلطه کلمه یو وړ ایمان
***
ولس ول په مشري سوه ددواړو شخړه
وایي وښتل دیو بل  سره په واک خبره
لوی شیطان هغوی دواړه وغلول 
دواړو هڅه وکړه زما د پرتوګ ایستل
چې دولس ددردکسیه سوه په خلاصیده
کاندید دکیسې وروسته ډیر وه اسویله
هغه ویل صبر کوه دا دنیا ده داله ګوله
د هغه هم ولاړ سو ولس یی کړ اماله
ترې رهي سو بیله دې چې هغه کړې ایله
چي یې واریده په تفسیر د ظلم افسانه
یو بل کاندید له هغه ځایه تیریده
دکیسه اوریدووروسته یې کړهغه کیسه
هر یو چې دهغې لارې هغه ورځ تیریده
په ډکو سترګو يې دهغه کیسه اوریده
ترې رهي به سو بیله دې چې هغه کړې ایله
په اوریدو یې دهغه سره کوله چاره دارتینه
اخیر ولس د ځان سره ویل زه یم باوله
دې پلورل سویو ته څه ګټه لري زما کیسه
لوټ سوي باید د لوټ سوي ونه کړي تمه
بل کاندید چې راغی ول ولي خبره ده څه؟
هغه ورته ویل وروره دوره تیروه او ځه
هغه ویل څه وایی ولسه توبه خدایه توبه
دلږ چرت وروسته یې وکارول خپله وسله
***
دا د اوس کاندیدان چې د ولس اوري کیسه
په خپله دوره کې یوازی ور سره کوي جختواله
نه غواړي چې ورته وکړې ولس ټوله کیسه
ورته وایه جیبونه ډکوه او خپله لاره نیسه
دمدنی ټولنو د دنیا درسنیو ده هم ګټه
دهر یوه جلا ده دجیب ډکولو چل وټه
په جنګ کې دا ټاکنې دي یوه ښه وسیله
دجاسوسانو غلو په لاس ورکول د ه وسله
دوطن دخاین کار دی د ولس په ونه تاړه
دهغه پرتوګ و دښمنانو ته ښوییاوه
حمام تود دی هر خیرن ځان کړي کیسه
دخلکو دځور کیسه اړوي د ځان په ګټه
چې ولس اخته وي په مصیب او بشکله
تمه مه لره د کوم فاعل کومه مرسته

 

-
بېرته شاته