(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شلم قرن

[22.Oct.2016 - 14:47]

د شلم قرن پښتون 

که زه پښتون ومه ، وطن به کړم بیدار یو ځلی
قام به مې پوه کړمه، د خیر و شر په چار یو ځلی 
رهبر د اوښکو چه، کوم راز په نیمه شپه را وښود 
د عشق له فیضه به یې، اخر کړمه اظهار یو ځلی
نه به دا توره شپه ظلمت وي، نه ژړا د شمې
مات به دا سحر کاندي، سترگه د سهار یو ځلی
خلاص به له جاله کړمه، دا طوطیان د لوړو څوکو 
شور د بلبلو به شی جوړ، په دې گلزار یو ځلی
پښتون یو په ورور ولی، او محبت سره شی
په پښتونخوا باندی به،  بیا راشي بهار یو ځلی 
نفاق به نه وي، زور به نه وی، ناداني ورسره 
لکه د ناوی به وطن کړمه، سنگار یو ځلی 
آمو به بیا شی معترف،  له اباسینده سره 
په (لوی پښتون) باندی به، وکاندي اقرار یو ځلی
د طمعی طوق به د زلمو، له غاړی وشلومه 
بیړۍ به ماتی، د زلمو نه کړم د ډار یو ځلی
آزادیخواه یم زه،  د بدر سمونو جیل نه یم 
له غلامۍ ځنی می، کړی دی انکار یو ځلی
پخته کار شوی، د شلم قرن پښتون یمه زه 
ښه رسیدلی په رازونو، د ژوندون یمه زه
  
مولانا قیام الدین خادم 
جلال اباد،  د ١٣٢٦ کال د میزان پنځلسمه

-
بېرته شاته