(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خپله دوره تیروه اوځه

[17.Oct.2016 - 16:24]

طنز
محمود نظری 

خپله دوره تیروه اوځه
    
ددو نفرو کاندیدانو ده کیسه
چې څرنګه یوه بایله یوه وګټه
دواړه په پایله سوه سره وران
دواړو راوغوښت لوی شیطان
هغه ورته ولس په ونه وتاړه
دهغه یې  پروتوګ وښوییاوه 
یو یې دهغه سره بد کار وکړه
بل تړلی په ځنګل کې پرېښاوه
 
یو بل کاندید دهغې لارې تیریده
ولس یې تړلی بې پرتوګه ولیده
له هغه یې وکړه پوښته خبره ده څه؟
هغه ټوله کیسه  ورته په زیروزور وکړه
هغه د ولس کیسې ته ویښ ویښ کوله
دهغه حال  ته یې په ایښ پیښ کتله
ول اخیر شیطان کړه دواړه باچاهان 
له دواړو یې په غلطه کلمه یو وړ ایمان
***
ولس ول په مشري سوه ددواړو شخړه
وایي وښتل دیو بل  سره په واک خبره
لوی شیطان هغوی دواړه وغلول 
دواړو هڅه وکړه زما د پرتوګ ایستل
چې دولس ددردکسیه سوه په خلاصیده
کاندید دکیسې وروسته ډیر وه اسویله
هغه ویل صبر کوه دا دنیا ده داله ګوله
د هغه هم ولاړ سو ولس یی کړ اماله
ترې رهي سو بیله دې چې هغه کړې ایله
چي یې واریده په تفسیر د ظلم افسانه
یو بل کاندید له هغه ځایه تیریده
دکیسه اوریدووروسته یې کړهغه کیسه
هر یو چې دهغې لارې هغه ورځ تیریده
په ډکو سترګو يې دهغه کیسه اوریده
ترې رهي به سو بیله دې چې هغه کړې ایله
په اوریدو یې دهغه سره کوله چاره دارتینه
اخیر ولس د ځان سره ویل زه یم باوله
دې پلورل سویو ته څه ګټه لري زما کیسه
لوټ سوي باید د لوټ سوي ونه کړي تمه
بل کاندید چې راغی ول ولي خبره ده څه؟
هغه ورته ویل وروره دوره تیروه او ځه
هغه ویل څه وایی ولسه توبه خدایه توبه
دلږ چرت وروسته یې وکارول خپله وسله
***
دا د اوس کاندیدان چې د ولس اوري کیسه
په خپله دوره کې یوازی ور سره کوي جختواله
نه غواړي چې ورته وکړې ولس ټوله کیسه
ورته وایه جیبونه ډکوه او خپله لاره نیسه
دمدنی ټولنو د دنیا درسنیو ده هم ګټه
دهر یوه جلا ده دجیب ډکولو چل وټه
په جنګ کې دا ټاکنې دي یوه ښه وسیله
دجاسوسانو غلو په لاس ورکول د ه وسله
دوطن دخاین کار دی د ولس په ونه تاړه
دهغه پرتوګ و دښمنانو ته ښوییاوه
حمام تود دی هر خیرن ځان کړي کیسه
دخلکو دځور کیسه اړوي د ځان په ګټه
چې ولس اخته وي په مصیب او بشکله
تمه مه لره د کوم فاعل کومه مرسته
 

-
بېرته شاته