(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هغه چا ته چې

[08.Oct.2016 - 18:33]

طنز
محمود نظری
 
 

هغه چا ته چې اړه  په لري
 
موږ یې په سپک کړو خپله هم سپک سو
موږ یې حک پک کړو خپله هم حک پک سو
امان الله خان او بابا یې په هغو و ښکنځه
دهغه خواته هم میل دښکنځلو دتوپک سو
دهغه خاین  خواچې هغه وه ټینګه  نیولي
هغه خاین  ده ته هم  خپله چپک سو
هغه چې خپل کړه وړه یې لکه هغو کړه
هغو ته هم لکه خپل ځان  داوبو زګ سو 
هغوی یي د واک او ګټې دوستان وه نه چپنه
اوس چې واک نلرې ورته را پورته هر ډوزک سو
هغوی یې دپښتنو پر شا سپاره اموخته کړه
اخیر هغه ته هم  دهغو هر پچک سرک سو
څوک چې له هر موشه خره زمری جوړوي
دلغتی پرته یې داړل هم کار دهغه خرک سو
هیڅ وخت په خبرو له خره زمری نه جوړیږي
دسرکس زمری خر دی چې روږد په چاکلیتک سو 
 
***
هر څوک چې لاس ننباسي په هر غار
هغه هرومرو باید و لري هوده دلړم او مار
هغه مارګیر اخیر یو وار چیچل کیږي
چې لاس تیروي هر وخت په سر  د هرمار
هغه چې بله تمه لري بیله د چیچلو د مار
دهغه شوده مه لرئ د بل کار کوم انتظار
پښتون چې هغه کړ مشر دا یې  بس وه
هیڅوک کیدای نسي دټوله دنیا یار
هغو چې راوستی هغو چې بیا دی وټاکلې
دواړو  ته یې راویست له خپلې پایڅې متار
هغه ګڼل پښتون خپل دی راسه دابل خپل که
په کشمش کې یې اخیر وشلید د پرتوګ نار
دهغه د نظام ټول کارونه وه دغلوپه ګټه
هر ورځ یې  کوه د دخپل اتل طواف د مزار
یوغل  یې محاکمه نه کړ چې خواشیني  نسي
دهر الپې الا یې سینګارکړلکه جنګ سالار
***
نور سنګین کښينه خپل حیثیت وساته
څه غواړې  په غونده کله د کنار کله د نظار
په هر ناروا او روا غونډو کې نیغ ناست یې
څه غواړې ثابت کړې په دې  خپل کار
هغه وخت دي هم پښتون ته څه ونه کړه 
نه پوهیږم تا څه لیدلي په کونه کې د نظار
هغه لوچکا ن دي په غلا ټوله میلیونران کړه
نه پوهیږې دغلو د انډیوالي ده تر سهار 
دا  شیرک غله دي ټول افغانستان خپل بولي
 اصیل پښتون او رښتنی طالب بولي دوطن اغیار
دې خلکو ته ډیر واک  اوس خوند ورکړی
ان مړي یې د کابل په  لوړوغونډیو کوي بار 
که عزت غواړې د  د لنډغرو مجلس ته مه ځه
اخیر به دې چپنه غلا کړې په چا مه کوه اعتبار
***
هر شی چي کرې بزګر دهغه اخلي ثمر
دحنظل له بوټي چا خوړلی نه دی انځر
دپرون دکرو لو نن تمه لري هر بزګر
پوه سه له آسه هیځ وخت نه زیږی خر
***
چا چي په ژوند  روزلي دي لوچکان
دهغو له لوچکي باید سم وي خبر
څوک چې مار ساتي په خپل لستوڼي کي
هغه باید هرومرو ومني   د نیښ ضرر
هلته ته نه ځي هغه چې ځان بولي انسان 
چي هلته ناسته پاسته لري ان یو  خر
په هره سوړه لاس مه منډه نور یاره
چې نوره هوده نه لرې د مارانو د زهر
دملتان لمر ته مه ګرځه  بی خولیه 
چې لکه کډوطاس يې ،نه لري ببر سر
دا زړې خبرې  هر چیري نوري مه کوه 
چې نه وي هلته بل لکه تا  دانا او جیبر 
جیبر ( د  هنر خاوند)، مېنوپک ( منافق)، ډوزک (ټیزن) ، تربوزک ( مول، ماسک)

 

-
بېرته شاته