(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبابا لاره

[01.Oct.2016 - 09:37]

دبابا په لاره تلل باچاخاني ده
دخپل قام خدمت کول باچاخاني ده
چې خپل خلک او خپل ولس کړي سره یو 
تر خپل خلکو جارېدل باچاخاني ده
چې دجنګ او دجګړوځینې بیزاروي 
تشددنه ځان ساتل باچاخاني ده
چې دعلم مشالونه لاس کې واخلي
پردې لاره باندې تلل باچاخاني ده 
چې نه کبر نه غرور لري فقیروي
فقیرۍکې ځان ساتل باچاخاني ده
دبابا دسوچ او فکرپلویانو!
صداقت ،رښتیا ویل باچاخاني ده
یاده ته دې دبابا لاره که خپله!
په دې لارکې سرښندل باچاخاني ده

( لطیف یاد)

 

-
بېرته شاته