(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نارنج ګل

خوښ مې پسرلى دى د كال ټولو موسمونو كې ښكلى د نارنج ګل پاچاهي كړي په ګلونو كې وشيندي خوشبوى د نارنج ګل په چم ګاونډ كې خپل ژوند شي راژوندى مينه شي ځوانه مين زړونو كې بوى د نارنج ګل ټول شاعران په مستۍ راولي جوړه كړي ميله د نارنج ګل ستايي شعرونو كې خيال د هر عاشق د خپل جانان غېږه كې لوبې كړي ښكلي لا ښايسته ښكاري په ښكلو لباسونو كې كم شي د انسان او چاپېريال د حرارت توپير شي سپما تودوخې وينه ګرمه شي رګونو كې ستوري د رنګونو فلسفې كې دا لوستلي دي رنګ خو تل اثر پرېږدي په زړه او دمــــــاغــــــــونـــو كې
-
بېرته شاته