(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ورته ورځي

[08.Sep.2016 - 21:01]

ډېوې چې په قبرووي پتنګان ورته ورځي
بڼوکې چې ګلان وي بلبلان ورته ورځي
منګي چې دِاوبوپه ځای په مینوباندې ډک وي
له لرې وله نږدېنه مینان ورته ورځي
شتمن چې په لمانځنه وپالنه مشهورشي
کچکول څنګ کې پراته وي ملنګان ورته ورځي
دېروکې چې دِادب وشاعرۍ رباب غګيږي
دې مینې غیسي زړونوکې زخمیان ورته ورځي
ښېګنې یې چې مینه دِهرچا په زړوکې پرېږدي
رنځورکه په طاعون هم وي یاران ورته ورځي
وطن چې دِ جهادغږوطنپالوباندې ووکړي
له هرګوټه په بيړه اتلان ورته ورځي
مکې ته دِګناله پاکېدونه حج ته تلل وي
له هرګوټ دِنړۍ مسلمانان ورته ورځي
که پاک له ګناګانوشي توبه یې شې قبوله
په بېرته ورکلارۍ کې یې شیطان ورته ورځي
که ځان یې له شیطان سره جګړه کې بریالی کړ
هغه نیکبخت انسان دی علي خان ورته ورځي
 (علي خان ساپی)

-
بېرته شاته