(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبلوا لمانځل

[03.Sep.2016 - 18:43]

طنز
محمود نظری 
 دلته  هر بدماش واکمن دی
دلته هر لوچک ځواکمن دی
هغه چې ډیر غوریږي اوګړیږي
هغه دلته رښتیا سوبمن دی
***
د استقلال په لمانځلو دي سپک  ځان کړ دروند
دارګ د استقلال انځورونه تاولیدل که وي ړوند
لکه چې د استقلال ورځ نه دبلوا ورځ لمانځل وه 
دسقاو دزوی  انځوریې و د تندي  دمنځ پېزوند
هر څوک خوب کې ویریږي  څوک حال وایي څوک نه
مات دی کړ  د ویرې له ډیره زوره دخپل عزت وند
ستا دا خوارو زار حالت چې ماشوم لا هم وګوري
خود به بې ډاره  وچ لاس ننباسي خپل تر مړوند
په دې کړبړ چې په کولمو کې لري ډیر  نا آرام ښکارې
کربوړی یې هيڅکله مي ونه لیدې دکلکي آرادي خاوند
تاریخ هر څه لیکي دهر شاه شجاع او یزک او ډارن
چې څوک دولس دویاړ سره سم ځي او  څوک  رېوند
ګران وطن  دي له ډاره په وحدت اول دربدر کړ
 نیم دی به غولو تیر سو نیم  دی پاته د واک روند
 سالم عقل وایي خدایږو که به څه درنه جوړ سي
له اوله تر اوسه  په یوه خبره د پښتو  نه سوې پړوند
چې ټوله دنیا ماته آباده کړې ډارنه خوند دي نسته
چې دبلوا په لمانځلو دي  ووهه په استقلال  ریشخند
موږ ته ستا او د سقاو د زامنو تر منځ هیڅ توپیر نسته
چې په ارګ کې انځور ځوړونکی نه کړې سرچپهځوړند 
کابل  دي د تاریخي غلو د هډوکو په ښخولو مردار کړ
ستا حیثت يي ولس ته پنچر کړ نور نه لري کوم پیوند
واک که په دې ډول ساتي دویم نه اول نمبر متفکر یي
موږ د ټولوچوپوخولو واکمنو هم ستایو دغیرت هاند
سبا یې که میرمن ورڅخه بوتله سیاست دی چوپه خوله
سیاست کې غیرت نسته مشه د زوروروواکمنو ګیله مند
په څه زاریو او ننواتو يي هر یو دا ستر واک تر لاسه کړی
یو والاکه ږغ وکړي که یې پرتوګ وباسې دهر یو عزتمند
که ولس څه کار وکړ هغه سم دی  دواکمنو لاس  پریوله
د اشغال وطن واکمن یو دخپلي کونې نه دی اختیار مند
هغه څه چې بادار یې وایي هغه واکمن په خوشحالي کوي 
د وطن دښمنان په کامونو کې د نفاق اچولو ديارزومند
پړوند ( ټینګ)،رېوند ( کوږ)، پېزوند (پېزوان)،
 

 

-
بېرته شاته