(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[03.Sep.2016 - 16:56]

غزل - ارواښاد رحمت الله درد بابا
ـ
ناست وي په محفل کې خو تنها لګي
پته د مین سړي صفا لګي
ـ
دا واړه اعجاز دې د سرو شونډو دی
ته که دروغ هم وایې، رښتیا لګي
ـ
زه یې د خوشال غوندې په جار منم
ښکلي ګنې خلکه د هر چا لګي
ـ
نه غواړي د زړه علاج مې نه غواړي
وایه ګنې څه د مسیحا لګي
ـ
زه چې د چا بل ښکلي صفت کوم
خدای خبر چې ولې بد په تا لګي
ـ
ناز او په ستم کې فرق اسان نه دی
ښکلي موږ ته ځکه بې وفا لګي
ـ
غشي چې کاږه وي هدف نه لګي
ستا باڼه کاږه دي خو رسا لګي
ـ
ویې لیدم، مسکۍ شوه، ورو یې وویل
درد به مې په ټنډه خامخا لګي

-
بېرته شاته