(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ده ناره د لر او بر

[03.Sep.2016 - 16:54]

عمر بورا ماني 

که په لر دی که په بر دی یو افغان دی
په تورخم کې چې جنګېږي په تاوان دی
خپله خاوره پښتو نخوا کې چې اوسېږي
په پښتو او پښتونواله ښه ښکارېږي

پښتونخوا کې اوردو ژبه کړه حاکمه
په دې خاوره یې پښتو کړله محکومه

ضرورت ژبه یې اوردو او انګریزي کړه
پښتو یې لرې له پوهنې او هستي کړه

دا، نصاب راته پنجاب بیا داسې جوړکړو
چې جناح دپښتون پلارلیاقت یې ورورکړو

اتلان د پښتنو یې غداران کړل
ډېر کلونه یې بې له جرمه دوې بندیان کړل

بیا جناح زمونږ قاید او رهنما شو
ابدلي زمونږ پردی شو د بل چا شو

پښتون لرې د پښتو دود او دستور شو
د پښتون پښتونولی یې هیر منشور شو

مرګله زمونږ سرحد بیا تور پنجاب دی
دغه خاوره د پښتون،دی یې ارباب دی

یو حویت یو مو تاریخ په دې جهان دی
که خوشحال که صمد خان فخری افغان دی

پنجاب هند سره سمون کړی ملګرو
جنګ یې راوړ پښتنو ته ای ښاغلو

دواړه خواته د تورخم مرمه پښتون یم
خپلو وینو کې لت پت یم ځیګرخون یم

ورورولۍ څومره نارې کړې پنجابی دی
دپښتون په مرګ خوشحال دی شیطانی دی

لر او بر دا پښتانه یې دوښمنانان کړه
سوات بونیر کې یې کورونه زمونږ وران کړه

کراچې کې بی ګناه مونږ شهیدان کړو
په هیله او بهانه یې غلامان کړو

بې اتفاقه چې پښتون دی ناتوان دی
ښه پتمن دی جنګیالی دی خو نادان دی

پنجابي سیندی ته ورور وایې پټان دی
دپښتون سره په جنګ دی چې افغان دی

د کشمیر ،واګه جګړه یې په تورخم کړه
پښتون خاوره یوځل بیا پنجاب په غم کړه

په بابړه کې یی قتل پښتانه کړل
څه یې بند په زولنو په زندانه کړل

دا تور فوج د پنجاب پښتانه وژوني
هم بلوچ بیا په هیله بهانه وژني

که پونجاوه که جناع وه زمونږ نه دي
چې پردو پسې روان یو نو دا څه دي

خپله خاوره خپل اخیتار د نن اوز دی
څوک چې تللې په دې لاره ښه اغاز دی

یوه مو وېنه د پښتون د پلار بچې یو
یو مو پت یو مو عزت دی مړینې یو

له یو بل سره جګړو کې زمونږ زیان دی
دغه کار نه د پښتون نه مسلمان دی

له پښتون سرحده لرې دا جګړه کا
مرګالې نه یې پنجاب ته ورخوره کا

اتفاق او د یووالي مو پیام دی
بورا نظم کې پښتون ته دا پغام دی

-
بېرته شاته