(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نیم ړانده دي

[24.Aug.2016 - 07:10]

داکتر ایمل خان شهيد دى دوه اونۍ مخکې يې داويرکرښې ليکلې وې
دکوئټې دبمي چاودنې قرباني 


نیم ړانده دي،نیم کاڼه دي ،پښتانه دي
ژوند لري خو لکه مړه دي ،پښتانه دي

د بیلتون کرښه یې منځ کي غځېدلې
لر و بر ورته پراته دي،پښتانه دي

دا چي سر ته یې ولاړ چاړه په لاس دي
دا چي لاندي تر چاړه دي،پښتانه دي

ستر بابا یې د ډیلي په تخت باچا و
خوار لمسي یې بې کاله دي،پښتانه دي

سیال قومونه یې ټول ویښ دي او روان دي
دوی پیتاوي ته ویده دي،پښتانه دي

لېوان ټول د دوی په غوښو ماړه شوي
رمه ګرځي بې شپانه دي،پښتانه دي

چي پسوللي تل د علم په ګاڼه وي
پښتانه دي ،پښتانه دی،پښتانه دي

-
بېرته شاته