(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جنګيركې

[01.Aug.2016 - 09:59]

ژبورې جنګيركې، جنګيركې!
زړه مې څله خورې شيشكې، جنګيركې؟

بس كړه بس كړه، له ناندرو نه دې لوګى شم
رقيبان وهي چكچكې، جنګيركې!

ژاړه مه، راشه خوړلې خو مې نه يې
در واپس به كړم مچكې، جنګيركې!

زما سترګې آباسين د سرو ګونګريو
ته تصوير شه د بطكې، جنګيركې!

د سرو شونډو د كنځا بلا دې واخلم
ګل شي وسپړي غونچكې، جنګيركې!

زړه هلمند، آرمان طالب او دا ستا سترګې
بې پيلوټه الوتكې، جنګيركې!

ته وا ستا نو د حمزه بابا غزل دى
چې پر ما كوې نيوكې جنګيركې!
(جلال امرخیل)

-
بېرته شاته