(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ستا مینه بازاري

[01.Aug.2016 - 07:24]

ستا مینه بازاري ده کله وي او کله نه وي
داڅه دوکانداري ده کله وي او کله نه وي

چې وخاندې سر داوکړم، چې خپه شې درنه تښتم
بس دامې جواري ده کله وي او کله نه وي

زما نه همېشه دلدارې مه غواړه دامینه
یو وهم ، بېماري ده کله وي او کله نه وي

ضد پرې کړه مخالف عاشقان واړه درته یو شول
دا رایه شماري ده کله وي او کله نه وي

زاهده کله مخ ته مې شي ځیر، کله تسپو ته
زما څه میخواري ده کله وي او کله نه وي

خبره دحکمت لیوني پرله پسې نه کړي
وینا دشینواري ده کله وي او کله نه وي.
(امیر حمزه خان شینواری)

-
بېرته شاته