(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[01.Aug.2016 - 07:20]

ږغ مي تر اسمانه ځي اشنا خبري نه اوري
ستون مي کړې رویباره یار مي ستا خبري نه اوري

سل ځله مي ږغ کړل پښتنو بېړۍ  ډوبېږي
خلک ټول کاڼه دي او که زما خبري نه اوري

ستوری د طالع یې له اسمان څخه لوېدلی دی
هر څه ته غوږ نیسي د ریشتیا خبري نه اوري

زړونه یې کوډ ګرو د منتر په دام نیولي دي
اوس په خپل ولات کي د مُلا خبري نه اوري

دلته په دې خلکو د ټګانو چمبې غوړي دي
پیرته پر سجدو ځي د پېشوا خبري نه اوري

ستونی مي په چیغو پښې په منډو ورته ستړي کړې
سترګي غړوي مګر د چا خبري نه اوري

تېر سول کاروانونه نه یې پلونه نه یې نښي سته
هر منزل ويده دي د دنیا خبري نه اوري

شپې په اجاره اخلي د لمر کلي ته نه ورځي
دا ړانده وګړي د رڼا خبري نه اوري

چا ورته په غوږ کي د پنبې کرونده کړې ده
ډول ته هم ویده دي د سُرنا خبري نه اوري

څو به جهاني په دې وطن کي قلم کي ستړی کې
ته خو یو بنده یې د مولا خبري نه اوري

عبدالباري جهاني

-
بېرته شاته