(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وطن !

[27.Jul.2016 - 17:37]

زه به دی جانان یم او که ته زما جانان یئ
دومره راته ګران يئ چې له ځانه راته ګران یئ

څوک به دي دستورو او سپوږمۍ مقایسه کوي
ماته کائنات  د رنګینیو پاس اسمان یئ

ته مي د خاپوړ خاوره ته مي د ژوندون اسره
ته مي ګران وطن یئ ته زما عزت اوشان یئ

څوک چې درته سپک ګوري په سپک نظر به والوزي
ستا نوم به ژوندی وي ته به لوی افغانستان یئ

خير دې که په تا باندي هر چا اورونه بل کړله
بيا به د غلیم د سترګو خار شي قهرمان  يئ

ماته ستاکچه کورونه ښکلي له بنګلو ښکاري
 ښکلي به نړۍ وي خو ته زموږ ښکلی جهان یئ

تاته دشمنانو رنګ په رنګ دسیسي جوړي کړي
ته زخمي زخمي شوي ته په خپلو مټو وران يئ

را به شي سپرلی د آمن بيا به خوشالي  راشي
بیا به دشملو وطن شي بیا به ته ودان یئ

ستا د وینو زخم به په خپلو اوښکو ووینځم
بیا به حماسه شي د بیدار د زړه ارمان یې

بصیر بیدار ستوری

-
بېرته شاته