(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوشحال خټک

دادب او شعر لویه قهرمانه دمغلو په کور تندر داسمانه دوطن داذادۍ سختو جګړو کې له هر چانه زړور مرد میدانه ستا دشعر مصره لاډبره تیر ده بې ننګې ټوټې ټوټې ستا له بیانه وې درزم او دبزم په مجلس کې هلته باز دلته بلبل هزار داستانه عشق او ذوق فکرو تدبیر اراده عزم ستا په پرخه رسیدلې وو بېشانه هم رستم هم فردوسی دیو داستان یې هم شاعر هم مفکر هم پهلوان یې قصیدې لرې غراء له هره بابه ننګ غیرت اخلي فتوا ستا له کتابه دخبرو کور ودان ستا پـــه بیــــان شــــــو خدای درکړی ده وینــــا ډیره جــــذابـــــه که جګړه استوار لکه یــــــــو غـــــــر وې دعشق کار کې وې له هر چانه بیتابــــه پښتونواله ستا پیغام ستا فلسفـــــه ده تا پرې نښوده پښتو چې شي خــرابـــــه ستا په زړه مټ و بازو کې لوی قوت ؤ ستا په لاس کې توره نه شوله بې آبـــــه تا دننګ سبق پښتون تـــه دی ورکړی دخودۍ په فلسفـــــه دې خبــــر کـــــړی داجهان ستا په نظـــر کې نام ونــــنـــــګ ؤ چې بې ننګه وء هغه درتــــه بـــــدرنـــــګ ؤ بل څوک نه وه همدا ته وې ننـــــګـــــیالیـــــه چې دې داغ په خاطر ایښې داورنـــــګ ؤ ډیرې لویې دعوې تاســـره وې زړه کـــــې په مغلو باندې ځکه ستا غـــور ځنـــــګ ؤ هغه باز وې چې لوی ښکار دې ؤ نظر کې دوطن په سیمه پوله بــه دې جنــــــــګ ؤ هم دې توره له هر چانه وه ځلانـــــــــــــده هم دې هرچانه لوی عزم او فرهنـــــګ ؤ په دا خپله لویه برخه وې خوشــحـــــاله تا پاللې ده پښتــو او پښتـــــــونــــــواله ستا اشعارو کې ملي ارزو ځلیږي خدای خبر دی چې به کله حاصلیږي لوی پیغام دې پښتنو ته دې راوړی ستا په خیال به چې پښتون کله پوهیږي تا ویلې لوی دریاب ته کوی هڅه په بیله کې چې نهنګ وي هلاکیږي ستا وینا ده چې اوښ بار سره راغلی پښتانه یې غاړکۍ ته خوشحالېږي دلویانو ارزو وي هر ګور لویه واړه هرچیرته په لږ شي قانع کیږي لوی سړی وې درسره وولوی فکرونه مګر ژرنــــــه راویښیــــــږي ولســـــونه ستا دیوان که په ادب کې لوی شهکار دی تا په توره ټو پک کړی هم ډیر کار دی څلویښت زره لښکر ستا دلاس له زوره لوړی شا په تاتره کې تار په تار دی دو آبه او دنو ښار دکوټ په جنګ کې دمغل په زړه دې ایښې لو ی پر هاردی دخیبر دره دې سره کړله په وینو په اهاړ کې دې لیدلی لاله زار دی خزانې هاتیان اسونه که اوښان وو دغه لویه ولجه ستا دتورې ښکار دی شجاعت او شهامت درسره مــــل ؤ ښه ملګری دې په توره کې ایمل ؤ تا اخیستی له غلیـــمه انتــــقـــــام دی پښتونو ته دې ګټلی نــــنګ ونـــام دی په هررنګ کې دې دننګ خــبرې کــړی ملي فکر ستا مرام او ستا پیغـــام دی مغلواله دې رټلـــــې ډیـــــره زیـــــاتـــــــه فرق دې کړی دپردي او دخپل قـــام دی غرو رغو کــــې دې لښکرې ټولـــولـــې غلیمانو بانـــــدی تـــــا تــــړلــــې لام دی په پښتو باندې له سراو او ماله تیروې ستاله تورې خبرشوی خاص وعــــام دی دافغان په ننګ تــــړلــــې تـــــوره تــــا وه درسره لویــــه ارزو لـــــویـــــه ســـــودا وه

-
بېرته شاته