(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رخصت

[14.Jul.2016 - 10:26]

چې زما نه دې رخصت د سحر وغوښت 
ضبط او صبر اجازت د سفر وغوښت 

ستا دیدن که په ژړا شوی یوسف مخیه 
د یعقوب نه ورله ما به بصر وغوښت 

خپل آیین دې د کرم هم پرېښوی نه شو
آیینه دې راکړه ما چې نظر وغوښ
ستا په سر چې مې خپل یاد درته غرض و

خفه مه شه که قیمت مې د سر وغوښت

خدای چې درکړل درله هسې باڼه غشي 
ما ترې ځکه د فولادو ځیګر وغوښت

شوه مالومه چې ورک نه دي، قبول شوي
د خپل زړه نه چې د زړه مې خبر وغوښت

حمزه روح دې پهلوان و، له ازله
چې د خدای نه دې الفت د حیدر وغوښت
(حمزه بابا)

-
بېرته شاته