(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داصلاحاتو د کمیسیون

[12.Jul.2016 - 10:38]

طنز

محمود نظری

د ږیرور د ږیرې اندازه باید وي د هغه د پوهوالي په کچه

دبریتو بر او شخوالی باید وي دهغه د رندي په کچه

ووریځې کولای سي هر څوک لکه بریتونه شخ کړي

د پرتوګاښ اوږدوالی بایدوي دهغه د بې سوادي په کچه

هر څوک دبغل ویښان کولای سي اوږده او ږمونځ کړي

د نوکانو اوږدوالی باید وي دهغه د ورور وژني په کچه

ویښان هر یو و اکمن څوڼي کولای سي که یې لري

د ژبی اوږدوالی باید وي دپردو د سمي غلامي په کچه

دخلکو ختاایستل هرڅومره چي کولای سي خو

وطنفروشي باید وي دهغه د پایڅې د ارتوالي په کچه

خبرې چې هر څه درواغ وایي کولای سي ويي کړي

رشوت بایدوي د بادار د پایڅې د ټینګ نیولي په کچه

مرداري کولای سي هر څه چې کولای سي وخوری خو

د دولتي مځکې غصب باید وي دهغه دمفعولي په کچه

خلک د جهاد مقاومت په نوم ختا استیلی سي خو

دجهادي د کلمې استعمال باید وي د مرتدي په کچه

دی وطن ته هرحرموني ښه خیانت کولای سي خو

اصیل دوطن چوپړ کولای سي دخپل اصیلي په کچه

هر څوک خپل بعث بعدموت کاکا لا مقرر ولای سي خو

دنا اهل کار مقرري باید وي د هغه دمفسدي په کچه

کولای سي هر څوک یوازې پنجشیری مقررکړي خو

نور اقوام باید هم مقرر سي د هغو ته د غلامي په کچه

دا وطن به هیڅ کله او هیڅ وخت هم اباد نسي خو

آبادیږی وطنفروشان دهغو د حرمونيتوبی په کچه

وطنفروش، خاین، غل او غدو دلته کل مختار دی

واکمني ده دکیري او تور اوباماته د غوړ مالي په کچه

ارګ ته هر ډول دولس نمبر مخ لاره پیدا کولای سي خو

دلږ چاپلوسي او لږبی ناموسي اولږ دلګي په کچه

له عین اوغین څخه د چوپړ تمه سمه پرې کړه« نظری»

وطن سم خرابوي هغوی دخپل عین او غیني په کچه

هر یو خپل خپلوان په نوک سوک او تمبه ځایوي

کیږي دلته سفیر ، سلاکار او وزیر د خپل ټیزني په کچه

ددنیا دویم متفکر او اول موډل مو خپله قانون نه مني

قانون یوازې عملي کیږي په بی وزلو د غریبی په کچه

تنبه( غولونه )

-
بېرته شاته