(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه دیخوا اخوا

[04.Jul.2016 - 10:22]

سلامونه،دمبارک رمضان په درناوي اود کوچني اخترله مبارکیوسره تاسوخوږو وروڼوخویندوته 
د ترکيې د ۱۲۴۰-۱۳۲۱ ز. کلونو یو مشهور ولسي،صوفي او درویش شاعر (یونس اېمره) دیوء لڼډ شعر پښتو معادله ترجمه
 ژباړن : ډ. حمیدالله زړهء ور صاپی

(زه دیخوا اخوا ګرځم!)
مينې په وینو ولمبولم
نه هوښیار یم، نه دیوانه
راشه حال مې وګوره
مينې په څه واړولم؟
په دردونو ېې ګرفتار کړلم!

کله بادونو غوندې چلېږم
کله  خاکباد په شان بادېږم
د سیلابونو په څېر خوټېږم
راشه حال می ګوره
مينې په چيشي واړولم؟ 
په دردونو ېې ګرفتار کړلم!

زه یونس ،یو بېچاره یم
دوست له لاسه آواره یم
سر تر پایه بې یاره یم
رایشه وګوره حال مې
عشق واړولم په څه؟
په دردونو کې ېې راګیر کړلم!!!

-
بېرته شاته