(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[29.Jun.2016 - 08:20]

زه به د ښکلا په تصور کي جانان جوړ کمه
ته به راته ګورې زه به ځانته جهان جوړ کمه

سم به د ازل په سترګو خپل تقدیر ته وګورم
شیخ ته په خلوت کي به ساقي او مغان جوړ کمه

تا مي په تندي کي یوه مینه رالیکلې ده
څنګه مي سجدې ته اوس د خټو خدایان جوړ کمه

هغه دی خیام له صراحي سره راغلی دی
پرې مي ږده زاهده چي له ځانه انسان جوړ کمه

ستا به لا واعظه د ریا خرقه په غاړه وي
زه به دي په سره اور کي تصویر د شیطان جوړ کمه

ستا سره د وصل پټ رازونه مي په زړه کي دي
ولي دې بېدردو ته د میني داستان جوړ کمه

اوس یې په بازار کي څوک په نیمه بیه نه اخلي
اوښکو مرغلرو ته مي چېري ګرېوان جوړ کمه

ولاړل نه یې سيوري نه یې پلونه راته پاته دي
اوس مګر له خیاله هغه تللي یاران جوړ کمه

دلته جهاني څوک د مجنون عکس ته نه ګوري
شرنګ د زولنو ته به مي چېري زندان جوړ کمه

عبدالباري جهاني
د ۱۳۹۵ کال د سرطان څلورمه

-
بېرته شاته