(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژوندون

وسو ، وسو خدايه وسو خپل ژوندون را پورې اور دی ډير پې که ، پې که ژوندون شو ټول پيغور دی ټول پيغور دی د ژوندون په ميخانه کې زموږ د خوارو جام نسکور دی لا غوټۍ وو په ډنډر کې په مرۍ مو د مرګ لور دی ټول ژوندون مو اوښکې اوښکې د مرګي راباندې پور دی خدايزده کوم پلو ته وړې يې ژوند دمرګ په نيلي سپور دی آه اواز يې خدايه نه اورې ؟ بوږنونکی مظلوم شور دی په قدم قدم کې مرګ دی هره لويشت کې د غم زور دی نن بيا نوی قبر ګورم بيا پرې نوی سورشال خپور دی بوره شوې نن بيا مور ده د زړه سر د يوې مور دی ملالۍ ، ملالۍ څه شوې ها ، راغلی بيا په کور دی راشه بيا راشه ټپه شه هار شليدلی مو د خور دی راشه بيا ميوند ته راشه دغه سوال درته د ورور دی زموږ غازي غازي داستانه بس ( لونګ ) په تا ټکور دی

-
بېرته شاته