(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شب قدر

[27.Jun.2016 - 19:39]

د سپرلي شپه وه مسته مستانه
ستوري کیدل ‌‌‌‌‌‌ډير.روښان روښانه
سپوږمئ ولاړه وه ښکلی حیرانه
لیوني سوال وکړو د خپل جانانه
رڼا مې پوهې له د خپله ځانه را
د خپله ځانه یاره د خپله ځانه
یو رڼا پړق شو سیلاب د نور راغی
څه په مستۍ راغی څه په سرور راغی
د لیوني سینه کې بس یو بڅری ځائ شو
نور ‌‌‌‌‌‌ډک له ځانه و ‌‌‌‌‌‌ډک د جهانه
لیوني سوال وکړو د خپل جانانه
غني خان

-
بېرته شاته