(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خپل ځان په تماشه

[27.Jun.2016 - 10:00]

لکه" درد" چې په سلګو کې مي ميشته یې
ښه پوهيږي زه دي "څه " يم زما "څه " ېئ

په يو حال چې مي له "خياله " وتې نه شي
زما ځان يئ دشعور د " ناز " ټپه يئ

چې د ژوند په کومه " لاره"  قدم اخلم
لکه" سورې " راسره وي راسره يئ

چې د "حسن " حيراني یئ يو په دوه کړه
هغه " ته "یئ هغه" ته "هغه " ته " يئ

بي له  " تا "مي دزړګي " تسلي " نه شي
ته " قرار " ته مي "سکون " ته مي " دمه "یئ

دا چې زه دي د خپل " ځان " سره " اشنا " کړم
زما " ننګ " زما " پښتو " زما " شمله "یئ

هر " نظر" به دي " لمبي " کوي " لا يقه" 
چې تر کومه د خپل ځان په " تماشه" یئ

لا يق زاده. لا يق

-
بېرته شاته