(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ددین خره

[27.Jun.2016 - 09:56]

محمود نظری

اسلام د خلکو د ژوند  ښکلا او  هنر جوړوي

په اسلام لږ پوه ځوانان له ځانه خر جوړوي
لویه  چچ ږیره، سپین کالي سپینه لنګوټه
دا شیان  یوازې دیو مسلمان  ظاهر جوړوي
اصلی شی  په اسلام کې پوهه او ایمان دی
نا پوه مسلمان له ځانه دشیطان چاکر جوړوي
مسلماني په زړه ده نه په لویه ږیره سپین پټکي
اسلام له پوه سړي څخه د نړۍ متفکر جوړوي
وګوره ابن سینا،ال جبر او فخر رازي ته
هر پوه مسلمان د ساینس دعلم فر جوړوي
لږ په اسلام   پوه خلکو ځان اواسلام خراب کړ
له خپلي خیټې له اسلامه د ګوګړ غر جوړوي
په الوتکه کې دچین په ټول کې رهي وي مکې ته
مسواک په خوله کې له ځانه  سنتګر جوړوي
په قران کې یې نه وي زده الحمده په مانا
له هر آیته  به تاته له ځانه علم جفر جوړوي
قران نه وایی په مانا په عربي  یې غلط لولې
دهغه د آیتو له مانا څخه  درته الجبر جوړوي
فرض تل ترې پاته تل موښتی وي په مستعب
دعربو د رواجه مسلمانانو ته دقاف غر جوړوي
چی ونه کړې دجاهل عربو دهغه وخت رواج
مخ  یې لکه چغندر سور سي درنه کافرجوړوي
د ږیرې لاندې  د ورځي سل ګناهوي غوټه کوي
بې ږیرې ته په ژوندکې له ځانه انکر منکر جوړوي
تویوي دسیاست لپاره د مسلمان پاکه وینه
هر قاتل او خوني ته کلۍ دجنت د ور جوړوي
کله به دا زموږ ښه بسلمانان سي سم مسلمانان
کله  به د پاک قران  څخه خپل رهبر جوړوي
په زړه تور یې غول په بسم الله خوري په مزه
په خیال له  رشوت څخه صدقه فطر جوړوي
دلته د هر ږیرور هره  ګناه ثواب  سوې ده
نا پوه  دسپین لونګټی شیطانه رهبر جوړوي
هر وخت چې علم بر سو پرلباس او ظاهر د بدن
دا علم اوپوه  بیا هغه وخت زموږ مقدر جوړوي
ږیره باید د علم په پوړ لکه کمربند د تکواندو
عیار سي کنه د لو یو ږیرو کړه دین ته خطر جوړوي
وخت ویستله   دډیرو تورلینګیو   سپين کالي
ددی لکیو لرونکو څخه دجال موږ ته بشر جوړوي
ډیرو په دې خوار ملت دجهاد مېچنې وګرځولې
شیطان په خپله فتوا هر مسلمان ته قبر جوړوي
باور مه کوئ په سپین ظاهر د هر تور باطن
داکسان افغان او اسلام ته لوی غرغړجوړوي
مقام ته کله مجاهدکله مقاو متي کله بسکر سي
د  جهاد په نامه دوبی کې کور او دوتر جوړوي
ټوله د مقام لپاره له اسلامه اخلې ناروا ګټه
له ځانه  څخه نیغ نخلونه دا  کیکر جوړوي
وروره  اسلام ته دخطر خبره نسته   خبر سه
دا د اسلام  خطر د پردو لوډسپیکر جوړوي
اسلام زده کړه  بیاپه هغه وکړه  عمل خپله
له زده نه مخکې عمل ستا نه لوفر جوړوي
دبل د خولې  په خبرو باور مه کوه  وروره
دا په نوم عالېمان هلته   د زقوم سر جوړوي
اسلام دانسانیت د ونې قوی ریښه ده
قوی ریښه قوی  تنه بیا قوی بر جوړوي
دماغ  په کار واچوه که یې  لرې لږ  نوکې
ناپوه په خپل لاس له جنته  سقر جوړوي
بسکر ( اجرتی قاتل )، کیکر(  ځوز لرونکی ونه ) ګوګړغر ( اتش فشان غر)، غرغړ ( جنجال)،

 

-
بېرته شاته