(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دباچا فرمان

[11.Jun.2016 - 22:15]

طنز
 
دولتي ارګانونه باید لوحو کې اول پښتو بیا دري ولیکي
عریضې باید پښتون په پښتو او تاجک په دري ولیکي
دفترونه باید یوازې د شاه امان الله عکسونه وځړوي
په ټولو دفترونه باید دافغانستان ملي بیرغ ورپول سي
چا که  ددې خلاف وکړ، هغه نر دی څه ورته ویلای نسو!!
دا د دیموکرات باچا فرمان  دی که يې څوک مني یا نه مني!!
***
دې ملک  ته د پردو راتګ دی غیرمنتظره او بې ویزه 
تګ او راتګ او دهر څه وړل یې دي د واک په کچه!!
کور مو نه لر ي پردوته نه بام ، نه کړکۍ نه دړه
پردي موږ غلو ته زموږ په کور کې لري جیل او تاڼه !!
***
په لمانځه ولاړیو نه پوهیږو څه وایو
دجهاد نارې وهو نه پوهیږو څه وایو
چغې او نارې دي موږ هم ټوله ژاړو
ورور وژنو نه پوهیږو دې ته څه وایو

 

-
بېرته شاته