(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نوې هڅې ...؟!

[10.Jun.2016 - 20:55]

عبدالوهاب سرتیر

بلارب دی بیا وختونه ،لکه بیا چې کوم بچی راوړي 
بیا به حلالي ، که حرمونی کوم پردی راړي ؟
دلته زمانه او دا وختونه چې بلارب شویدي 
مورئې لېونۍ ده اوکه پلار چې لېونی راوړي ؟
کاش چې دا پردي بچي خو لوی شي دسړو په دود 
غاپي ، خلک داړي ، سړي نه ، وختونه سپی راوړی 
ودې وایی څوک  موږ کې داړلی دغو سپو ندي ؟
نوې بلا ګانې د( نیکي په نوم بدی ) راوړي 
ډکه لروبر خاوره زموږ په حرمونو شوه 
کله به زموږ میندي ، خپل زوی او خپل بچی راوړی ؟
لروبر افغان دا حرمونی کړوي رنګ رنګ 
هلته هم مرګی راوړي او دلته هم مرګی راوړي
شنډې ښې دي میندې چې غلیم لویوي غېږو کې 
کله به دا مېندې پر وطن مئین سړی راوړی 
داسې یوسړی چې پرې راټول موږه بې سره شو 
مينه ، ورولي اوژوند ، موږ ټولو ته همدي راوړي 
سل سره به څه کړمه چې یوراټولوی نشي 
یو غواړمه سر چې هم یووالی هم بری راوړي 
نه غواړم مُرسل ګلان ، چې سره زما په وینو وي 
ماته دې شینشوبی دویالو او خپل ریدی راوړی
ځوړند سر جنت باندې مې ټول ژوند لګولی اور 
نه غواړم جنت ، ماته دی خپل ژوند وطنی راوړی 
نه غواړمه کرکه چی قیمت زما دمینی شي 
داسې څوکدې راشي ، چې زړه ور وړو او زړګی راوړی 
وږی تږی مړه ښه یو په پت کې نه بې پته ژوند 
نه غواړم دشرم خواړه ، څوک که دا ناری راوړی 
کرکه له پردي جوړه جنته زه سر تیر کوم 
ماته دې پتمن ژوند په کیږدۍ کې کو چیانی راوړی 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

-
بېرته شاته