(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دارګ جنتر منتر

[04.Jun.2016 - 21:55]

طنز
محمود نظری

 هر نوی موټر چې ارګ ته راسي پنچرسي
که کلکه ډبره هم راولې هلته ربړ سي
موږ چې د ارګ دربار ته هر څوک راولو
چې تک سپین وي هغه تر ټولو خړپر سي
پاک ستره یې ورته راولو په اوداسه
ارګ ته دننوتو سره په غولو ککړ سي
هر شی هلته سرچپه کیږي دا يي اعجاز دی
ښه ترې تښتي دقاتلانو په کې بستر سي
بل یې راته غوروي موږ نه پوهیږو په سودا
وچ راته وتلي په کور کې هغه موږ ته تربرسي
چې دوره یې ټوله تیره سي په لنده وچه
چې د واکه ولوید دوریکیدو پر ځای مجاور سي
هر یو یوازې په ارګ کې خپله څوکۍ ساتي
هریود ځان په ګټه د وطن لوی ګټې ته ډر سي
بیله وطنفروشی  او پساته بل کار نه کوي
ددې ښه کار یې ټوله خاینان همسنګر سي
غله پر ځان راټول کړي د هغو مریدان سي
دوی په رضا کیدو اختر په خلکو مازیګر سي
دارګ پردي کارمندان مو ملي شیان نه مني
چې د پردو لوړه درجه ورته دترمامټرسي
یو بل پر سر وهو او له هګیو نیسو په ملي کړو
ترهغه چې دهغه ملي کاره دنیا صرفنظر سي
هر وطنفروش چې لوړ سي او ترفیع وکړي
هغه بیا دکوم ګوند مشر یاد کام خوټورسي
ټول پوهان د پردو دغالۍ رفوګران سوي
په هر ملي کار کې خامخا پیدا اګر مګر سي
داوطن نه ودانیږي او ودان به هم نسي
تر هغه چې په واک کي پاته یو قومګر سي
راځي وطنوالو  نور دوطن خاینان رسوا کړو
هغه باید ټولو ولس ته ښه سم خړسي
که دا خاین پښتون یا تاجک وي  یا هزاره
دهغه باید خوله او کونه دواړه پلستر سي
دا چې ګل مرجان اغا په همدې نخرو وخوړه
خود به په دې کونوازي په شا ټکولي اوتر سي
ډیموکراسي د پوه خلکو لپاره ده نه خرو 
نه چې دا دیموکراسۍ لوده ګانو ته نښتر سي
بې منطقه مظاهر ه یوازې یوه ګټه لري
وچ سورین به د بدنامو مشرانو سورور سي
بیا به خپلو خلکو ته خلاص خلاص روان وي
هغه بې پدر به اخیر د خروروحاني رهبر سي
ترپر ( ناراسته). اوتر ( مست)، تورتر ( بدنام)

 

-
بېرته شاته