(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خلاصون لار

[04.Jun.2016 - 21:51]
 
نن په لر او برکې بیا کومه کیسه ده
چې د ورونو په مخ  بنده دروازه ده
 
ده ریښتیا اوبه په ډانګ کله  بیلیږي
دا د وخت سالار بې ځایه  تلوسه ده
 
نن دونیا او نړیوال پرې ښه پوهیږي
چې دا چا ده خوره هرځای کې فتنه ده؟
 
د دونیا په هرهیواد کې  چې دهشت دی
د دوئ لاس دې  مصیبت کې اغشته ده؟
 
ربه ته د زور واکانو  زور زاوال کړې
چا چې کړې د ولس په حق سلطه ده
 
راځۍ ورونو چې یوموټی یو قوت شو
چې خلاصون ته د یووالي لار کره ده
------------------------
سمیع الدین افغاني
۴ - ۶ - ۲۰۱۶
م ۰ کال
-
بېرته شاته