(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سترګې مې څه او زړهء مې

[27.May.2016 - 20:52]

سترګې مې وايي قدرتونه د جانان وګوره

زړء راته ټوپ کړي چې جانان سره خپل ځان وګوره

ماشوم د مور سترګو کې ټوله خوشحالي لټوي

مور چې موسکۍ شي بیا ګلونه ماشومان وګوره

خط او خال،زلفې لبان، غږ او ږوغ د نوې ځوانۍ

مینه دپیغلو ګوره ؛ مټَوءر ځوانان وګوره

مال او اولاد، زیب او زینت ، حلال هرام کړي ډېرې

زاړهء کړي حرص د دنیاګۍ باقي ارمان وګوره

انسانان وختل سپوژمۍ ته سَیل د لمرونو کوي

مونږ لا په خپلو صِله نلرو، افغان وګوره

آسمان خراشه بلډینګونه  په ملکونو جوړ سول

پښتون-افغان هیواد ورانیږي ، کاروان وګوره

د سر په سترګو چیرته وړوند نه شې صاپی حمیده!

د زړهء له تل نه مانا ګانې د قرآن وګوره.

سترګې مې وايي قدرتونه د جانان وګوره

زړء مې ټوپونه کړي چې جهان او خپل ځان وګوره!!.

ډاکټر حمیدالله زړءور ساپی

-
بېرته شاته