(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنز

[25.May.2016 - 18:13]

دديموکراسۍ پساتیان نارې وهي

 

دبیان د آزادي نن خاینان نارې وهي

دهله مرسته شوکماران نارې وهي

هم رشوت اخلي هم اختلاس کوي

هله دلته پسات دی پساتیان نارې وهي

هغه چې خلک یې بې ګناه مړه کړي

دبشري حقوقوهغه قاتلان نارې وهي

که دکیسه بر لاس خپل جیب کې ونیسې

هله کیسه بر دی کیسه بران نارې وهي

هم به ملامت وي هم به تا وهي په درب

هر بې ایمانه دلته د با ایمان نارې وهي

نظام چې په درواغو بې قانونه چلیږي

هلته د دیموکراسۍ ټول شریران نارې وهي

د غلا، پسات، خیانت او وطنفروشي د پاره

ددنیا مرستې ته زموږټول بدبویان نارې وهي

په دې عین اوغین باندې دا نولس نه شل کیږي

ځکه پردو ته زنده باد ګلمرجان نارې وهي

دې ولس ته نور څه نه دي پاته څه ووایي

دولتي مال هله چوړکړه پردیان نارې وهي

کابینه به هیڅ وخت لکه دڅنګښو من پوره نسي

معرفي دوزیرانو ته هر ورځ پارلمان نارې وهي

خلک وایي ولي فساد نه ورکیږي له وطنه؟

عین اوغین مسلکي نه زمازما پلویان نارې وهي

یو خاین دفساد په جرم بندي نسو ځکه ورسره تړلي

عین اوغین ته به خود خلک لوی خاینان نارې وهي

دځان د ساتلو لپاره هر واکمن سل لاره چاره لري

دورځی (جان کري) د شپي طالب جان نارې وهي

ډیر یې ورسیده د ډالرو سره تر امریکا او غربه

هلته درانیولو د هوټل او رستوران نارې وهي

دلته اوس بچه ترسانک دومره ډیر سوی دی

دزمری دیر دلته دغیرت موږکان نارې وهي

دې بې زمرو ځنګل کې د چغالانو باچاهي ده

ګوډاګیان د افغان په ځای د خراسان نارې وهي

ځینې کوټ کوټ دلته هګۍ اچوي ایران کې

دبلبلو په بڼ کې اوس تور کارغان نارې وهي

د دولت سر لکه دشپې اذاني چرګ د پرې کیدو دی

ځکه هر واکمن یې یوازې د خپل ځان نارې وهي

هغه وخت به دا وطن کفن سي چې سوی دی

یود پنجشیر بل د هلمند بل د بامیان نارې وهي

نه به خاوند د برقي تذکرو سو نه یو ملت واحد

واکمنان مو رسواپه ګټه د پاک ایران نارې وهي

کله دیموکراسي په کار ده دې دنیا کې خرو ته

ځان ته د زیان په خاطر بدوګان نارې وهي

دیموکراسۍ ده د پوهو خلکو لپاره یارانو

نه په سپینه ورځ انسان چې دحیوان نارې وهي

هغه وطن چې د زړه خیرنو دلاسه هدیره سو

خره خلک لا تر اوسه زنده باد قاتلان نارې وهي

ځوانان یې یا مړه یا مهاجر کړل بل وطن ته

محقیق په زنانه او زړو د طوفان نارې وهي

ټول افغانستان غوټه په لویه تیاره کې دی

دښمن د نفاق لپاره یوازې دبامیان نارې وهي

دلته چې وویل سي هله پزه دي پیشي یووړه

پزه نه ګوري هله پشي یوړه غولان نارې وهي

-
بېرته شاته