(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچاخان ته شکایت

[19.May.2016 - 23:09]

لکه مستی چې د شراب نه ووځی

لکه معنې چې د کتاب نه ووځی 
ستا د وجود نه ساه ختل داسې دی 
لکه غورځنګ چې د دریاب نه ووځی
د باچا خان روح ته جنت کښې وایه 
د پښتنو په کور کښې جنګ کیږی 
اوس دې د ګل د تخم خوی بدل دې 
ستا د سپرلی خاوره کښې بنګ کیږی
د شیشم باغ اونو کښې جالې نشته
او ستا زیارت کښې مینجور نه کینی
په تاؤده زمکه ورختل ګران دی 
اوس په کابل کښې پیښور نه کینی
د پښتنو بابا ته دا ووایه 
د مارګلې کرښې دې ورانې ښکاری 
چې چا به ستا په تاریخ فخر کوو 
هغوی ته ستا خبرې ګرانې ښکاری
د ابدالی تُوره چا پټه کړله 
د پښتنو د سر پټکی ورک دې 
مُلا د خدائې په نامه پوزې پریکړې 
د ملالۍ نه میخکې ورک دې
چې خاموشۍ ئې ماتولې د وخت 
هغې میګونو خلو کښې شور چپ شو 
د اباسین د غورځنګونو بهیر 
لکه د ستړی په لاهورچپ شو
اسلام آباد راله رانجه پورې کړی 
خو په سرونو راله خاورې نولی 
ماله خپل نوم د شناخت نه راکوی 
په تاریخونو راله خاورې نولی
ستا د وطن غرونه د زاڼو ډک شو 
ستا د سُورسترګې شهباز سترګې ګل شوې 
ستا په زمرو پرکالی داسې زور شوه 
ټولې ستانې دې د پردې غوبل شوې
د سر دریاب چپې دې غریو نیولې 
د ناګمان د ارمان مخ شین شو 
د هشنغر خاوره دې زوز ټوکوی 
د صوابۍ د مردان مخ شین شو
د پښتنو سیاست نوې دې اوس
د دوړو ډک دې زوړ تصویر پروت دی 
ستا د کابل نه تر خیبره پورې 
د پښتنو څټ ته زنځیر پروت دې
ستا د لوئې کټ نه غریبان پاڅیدل 
ستا په حجره کښې نوابان ډیر شول
ستا د ښاغلو نه خپل نیت هیر دی 
ستا په جومات کښې امامان ډیر شول
زما بابا ته ښه ریښتیا وایه 
ستا د څادر نه څوک زونډی پریکوی 
ستا د وطن غربت په دې پټوی 
ستا د زلمو نه څټوکی پریکوی
د انقلاب رهنما کور اوده شو 
انقلابیانو ځان له مخ تور کړو 
د نظرېې د سبقونو اُستاذ 
په کتابونو باندې بل اور کړو
زما شاعره خپل بابا ته وایه 
ستا د پښتون نه بګیلې جوړ شو 
د پښتونخوا د وظیفې باوجود 
ستا د یو خان نه کشمیرې جوړ شو
ستا د لوئې ښار د سرماېې دلالان 
ستا د ناموس د پګړۍ ول پرانیزی 
ستا د تاریخ ستا د تحریک وارثان 
ستا د کاله تړلې غل پرانیزی
د اکوړی میدان له سوړ نه دی 
لکه خوشحال به باچاخان یادوی
د هشنغر جاګیر به نه غواړی خو 
هریو پښتون فخرافغان یادوی
د مچ د جیل خټک هم ستا پشان شو 
لکه لاله په زړه کښې داغ ګرځوی 
ستا د خاطره چپ دی هیڅ نه وائی 
اوس هم جولې کښې ولی باغ ګرځوی
ستا د دومې نه بل ملنګ پاڅیدو 
د پښتو زوړ کچکول دی بیا خالی شو 
د پښتنو رباب دې بیا مات شو 
یو نر غریب مئین دې بیا سوالی شو
د بیټ نیکه دعا دې بیا ښیره شوه
لښکر لښکر پښتانه بیا مات شو 
د بیلتانه خواسړې ډیرې وشوې 
ټبر ټبر پښتانه بیا مات شو

نورالبشرنوید

-
بېرته شاته