(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داكتر فاروق اعظم ته!

[01.May.2016 - 05:05]
زه شاعر نه يم خو دا لیکم
 
  چې د قام د درد او غم ځینې خبر شي
 پوه لارښود شي د ټولنې ښه رهبرشي
 
د حالاتو پیچ او خم  ناکام وختو کې
خدمتګارپه صداقت د قام نوکر شي
 
په چوپړ کې  دخپل قام  او ولسونو
استواره، پا بر جا په شان د غر شي
 
بد حالت کې د ولس په غم،غمجن  وي
د دښمن مکر، فریب ته لکه سپر شي
 
قربانې ته شي حاضر د خیر په لار کې
په چوپړ کې دخپل قام  د خیرمصدر شي
 
چې د قام او د ولس په درد دردمند وي
دهیواد دهر خیر خواه د زړګي سر شي
 
شته اخلاص او علمیت یې په وینا کې
د فاروق اعظم لار ښود ته که نظر شي
-----------------------
 ص  سعیدي
۲۸ - ۴ - ۲۰۱۶
م ۰ کال
-
بېرته شاته