(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوږ دے ماته

[30.Apr.2016 - 09:08]

خوږ دے ماته ملک زما خوږ تر کل جهان 
زه به ځم په جنګ د قام زه چي شمه ځوان 

وينه ده تاوده زما رګونو کښي د ننګ
سر که مي قام غواړي زه به ئي نه کړمه په ځنګ

زور دے ماليدلے هم د توپ هم د تفنګ
زور مي د غيرت دے د همه زورونو ځان

زه به ځم په جنګ د قام زه چي شمه ځوان 
سر ځه د سپي سر وي چي فدا نه شي په قام 

نر ځه شځونه وي چي شيدا نه شي په قام 
نوم ناموس ئيي ځه وي شي ئيي نوم وي د غلام 

دا نوم به بدل کړم يا به کړم بدل جهان 
زه به ځم په جنګ د قام زه چي شمه ځوان 

زه پښتون بابا د خپلو وينو پيدا کړي 
زه پښتني مور په غيرتي پيو لوي کړي 

مونږ په پلار نيکه دي د مردي کارونه کړي 
زه به غلام نه شم که غلام شي ټول جهان 

زه به ځم په جنګ د قام زه چي شمه ځوان 
زه به په وجود يمه کوټلے وزير اس

کړم به د کاروان خبردارے لکه اس يم
زه به د ظالم سترګو کښي تل د سترګو خاص 

زه به لکه باز يم د نرتوب مرد ميدان 
زه به ځم په جنګ د قام زه چي شمه ځوان 

زه به لوي زړګے لکه شيرشاه د بنګالے لرم
مټ به ابدالے لرم همت به روهيلے لرم 

سر به ښکته نه کړم که زرګونه کشالي لرم 
ربه ښکته مه کړي چاته سر ته د افغان 
 
  خوږ دے ماته ملک زما خوږ تر کل جهان 
زه به ځم په جنګ د قام زه چي شمه ځوان .

-
بېرته شاته