(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زور واکي

[13.Apr.2016 - 14:15]
 عجیبه شـــانـــته حـــالت دی
څوک بري څوک ملامت دی؟
 
سړي سر پـــرې نه خلاصیږي
څوک حاکم  کوم یو رعیت دی؟
 
که مظبوط ناست په چوکۍ وي
هر څه جوړ خیر او خیریت دی
 
که بیا لـــرې د قـــدرت  شي
بس کرځی پـــرې مــلامت دی
 
ها غټ سترګـــی بـــې حیا خو
دعـــوه ګیـــره  د  قـــدرت دی
 
که څوک لږ ورته غصه شې
 بیا  پردو ته یې شکایت دی
 
دا چې ملک کې څه تیريږي
 ددې  خپل  ستایل او رغبت دی
 
صرف په جنګ کې یې هستي ده
ورورګلوي  نه یې  نفرت دی
 
څوک جهاد لار کې شهید شو؟
چا پـــرې کـــړی تجارت دی؟
 
په خوله یو چې زړه کې بل وي
 لوی شیطان دی پرې لعنت دی
----------------------
سمیع الدین افغاني
۱۳ - ۴ - ۲۰۱۶
-
بېرته شاته