(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګډي وډي

[13.Apr.2016 - 11:40]
مستي چي چا کي ډېره سي.... یا ډم سي یا شاعر سي 
نیستي چي بونیری وویي.... ملا د هشنغر سي 
 
چي صبر چاکي ډېرسي.... یا ملنګ سي یا بادشاه سي
چي کبر چاکي ډېرسي.... یا فرعون یا د نکا چا سي 
 
چي آس د ټټو زوی سي....قدغنی، بدخشانی سي 
چي ډم وي په کابل کي.... (خالصه) کي درانی سي 
 
په چا چي کینه ډېره سي.... یا تخت سي یا تخته سي 
په چا چي نفل ډېرسي.... یا ټټو یا فرښته سي 
 
ځواني چي چا کي ډېره سي.... یا غل سي یا ولي سي 
چي زور په چا کي ډېرسي.... یا یزید سي یا علي سي 
 
د چاچي بخت را ویښ سي.... یا مجنون سي یا لیلیْ سي
په چا چي تهذیب ډېرسي.... ملولی یا ملولا سي 
 
بڼیا چي ډېر سخي سي.... یا پیتي سي یا پالک سي
مهمند چي معتبرسي.... بې غیرته سي ملک سي 
 
چي مینه چاکي زیاته سي.... نبي یا لیونی سي 
چي ډم وي په کابل کي....(خالصه) کي درانی سي 
 
چي علم چا کي ډېر سي.... یاشیطان سي، یا فقیرسي
چي وس د وسه ووزي....یانصیب سي یا تقدیر سي 
 
چي وخت د توله ووزي...یا قیامت سي یا وصال سي 
چي سر د خوده ووزي.... (نو) یا شرنګ سي او یا تال سي
 
پښتون چي غیرتي سي.... یا خان صیب سي یا خان بهادر سي
نیستي چي بونیری وویي
ملا د هشنغر سي 
(غني خان)
 
د حورو ښکار 
 
یو عاشق د ګلونو د حورو په ښکار لاړ 
او د جانان د کوره په توبه او استغفار لاړ 
 
وې د جانانان ښایست یو خواب و خیال دی 
وې دا مستي بې خودي زما وبال دی 
 
وې پرونۍ ښاپیرۍ نن توري خاوري دي 
د ډنډ بوۍ ناکي او پرونۍ واوري دي 
 
وې د جانان پښو ته سجده روا نه ده 
د مسلمان سترګو له نشه روا نه ده 
 
سپوږمۍ چي واوریده سرور یې خپل یووړ
رنګ یې د سترګو نه غوټکۍ د ګل یووړ
 
د ماښام لړۍ له یې د زړه ارمان لاړ 
په پسرلي شپې له یې د مستۍ شان لاړ 
 
ارمان چي لاړ ځواني هم لاړه 
خمار هم لاړ مستي هم لاړه 
 
او د جنت په طمعو جنت نه خوار لاړ 
یو عاشق د ګلونو چي د حورو په ښکار لاړ 
( غني خان)
 
-
بېرته شاته