(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غلام نه يم

[09.Apr.2016 - 09:34]

يم غريب خو د " خانانو " غلام نه يم
د وختونو د " خدايانو " غلام نه يم

په دي خپله عاجزۍ باندي مي ناز دې
د شاهانو " نوابانو " غلام  نه  يم

چې په "سخته" کې خپل "قام " يواځي پريږدي
زه د داسي  " رهبرانو " غلام نه يم

سر کوزی مي په يو حال کې عادت نه دې
يم انسان د" انسانانو " غلام نه يم

ما زده ګړي خوداري د " ليونتوب " نه
شاهنشاه يم د "شاهانو " غلام نه يم

زه عاشق يم په آلفت مي عقيده  ده
خو د حسن د" بوتانو " غلام " نه يم

چې نشه د درويشۍ لرم " لا يقه "
د اختيار د خاوندانو غلام نه يم

لا يق زاده  لا يق

-
بېرته شاته