(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکبیر ستوري یاد

[05.Apr.2016 - 20:01]
 
شاعر: شبیر خان دراني
 
ستا کمی به پوره نه شي تر قیامت
تاتره وې تاتره دننګ غیرت
 
دقلم نه دې قربان سوچ نه لوګی شم
ستر عاشق وې دافغان ملي وحدت
 
لوڅې خپې دې مزلونه پر اغزو کړل
په تکل وې پښتون قام له دراحت
او
دبچو نه درته ګرانه پښتونخوا وه
تر مرګي دې پرې ونه کړو مصلحت
 
ته امید وې دسحر د رڼا ګانو
دسبا ستوري نه لوړ وې په عظمت
 
تر ابده به یادیږې تر ابده
په اخلاص ،وفا، اېثار او محبت
 
دشعرونو نه دې داسې محسوسیږي خبردار وې په انجام د خپل ملت
 
تا به ویل ستاسې بقا په کلک تړون ده
جدا نه شئ له یوبل ، په هیڅ قیمت
 
د‌‌‌‌‌‌ډالرو په تیارو کې رانه ورک شو
دسبا ستوري ځلانده نصیحت
 
لږراستون شه لږراستون شه کبیرجانه
لر او بر درته یوشان ېو ملامت
 
له امو نه تر جهلم اورونه بل دي
پښتانه پراته په وینو کې لت پت
 
نه حجره ګودرمحفوظ نه پوهنتون دی
علامت ممبر محراب شو د وحشت
 
کفن وشلوه راپاڅه کبیر جانه
دپرون نه دې نن زیات دی ضرورت
 
د ادم بچو کې شمیر مونږ پښتانه که
تر څو ژوند به تیروو د زلالت
 
اوښکې وچې د خېبر او هندوکش که
کړه په ګوته پښتون قام ته  حقیقت
 
په څلورو ټوټو ویش پښتانه یو که
په مانا پوه کړه پښتون د قامیت
 
نه افغان شوم نه پښتون او نه انسان
مقام نه لرم د زات  په معشرت
 
دنفاق اورونه مړه د پښتونخوا که
فرشته شه لر او بر کې د رحمت
 
،،دقلم خاوندان ‌‌‌‌‌‌ډېر دي ،،درانیه
کبیر ستوری ستر امام ‌ؤ د وحدت
-
بېرته شاته