(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دریېځې، څلورېځې

[02.Apr.2016 - 02:01]

کابل  سېتېمبر ۱۵ ۲۰– لندن مارچ۲۰۱۶  ... پوهاند ‌‌‌‌‌‌ډاکتر مجاوراحمد زیار

اوږېدې ليکې

 خدايزده کله به پر دار د زنگېدلو وار رارسي،

تر ما مخکې دي ولاړې خورا ډېرې اوږدې ليکې…

له گروهيز ناتار بس ټولو د منصور لار خپله کړې!

                                        څلورگونې پرښتې

نه پلپوټ له جبرائيل کړو

چې مو حال نه رسوي

 د اسمانونو لوی څښتن ته…

نه گيله له ميکائيله

چې مو غم د روزۍ نه خوري…

خو خپه له عزرائيل يو

چې مو سپاري د مرگ دنده

دې بړېڅو ته د ځمکې د خدايانو…

بس يوه يېکې اسره مو ده راپاتې

                                            اسرافيل ته

چې په يو پوکي  له مخې

                دا نيمگړې نړۍ  کاندې

                                انگړه دنگړه !!؟

                                توره تېښته

تکو تورو گورو وريځو

رڼا ورځ راباندې شپه کړه…

توره تېښته راته بويه!

بودايي اندتوگې:

(۱) دا کابو به موږ ونه مومو هېڅکله

چې دويم ځل بيا له سره  راژوندي شو

په همدې  پژي جوله کې!!؟

(۲) هېڅ يو څيز تلپاتې نه دي

پس د لمر له ډوبېدو نه

 سپوږمۍ پاس  پر هسک راخېژي،

دم گړۍ، هره شېبه

هر هرڅه مومي بدلون!

(۳) دی ژوندون يوه لړۍ د بدلنونو

د يوه کوشني زېږون دی، د بل مړينه…

په ځوانۍ پسې راځي هم بوډاينه!

 (۴) هسې خوشې يو پر نورو قهروړي،

موږ خو واړه يو مريان د خپلو کړنو…

که موږ ټول  د ډېرو کړو يوه ټولگه يو،

هر هر څوک دی پړ په خپلو خپلو کړنو!

(۵) زه همدا له ځانه تل پوښتم  چې ولې

موږ په هغه څو شېبو کې څه و نه کړو

چې مو مرگ خپل درنگې بيرته راسپاري؟

سکروټين لاښونه

څه بېواره مې رارغړي د سبا پر  اننگيو

د ريچې ريچې هېندارو سره بڅري…

دا رمې رمې کبلۍ مې ترهېدلې،

          د سکروټو پر لاښونو باندې څري!

                                           پرشعرنه پوهېدا

زه خواشينی يا نهيلی په دې نه يم

چې زما د شعر پر ژبه، تول و تال

سندرغاړې توتکۍ تشې پوهېږي!

                                                د شعر تنسته

 شعر څه دی، د پستو اومو ورېښمو تنسته ده،

گلوييونو انځورونو، وينې مينې جارباسلې،

او د ذهن و زړه  دننه، اند-و-واند سره اوبدلې!

         تورگور ځنگل

دا پرڅه ناپای، تورگور ځنگله مو سر دی

پټې سترگې پکې هسې  ټپرېږو…

نارنجباغ به مو پر مخ کله راټوکي!!؟

                     د ژوند ټوکېدا

چې پسرلي وخندل،

زه پر ژړا راسر شوم…

 هسې راوټوکېد ژوند!

د سر سيوری

(۱) ما دې له گرمۍ د سرو بارخوانو، نه

څه ښه سر پر سيوري د بڼو کړ ستا…

سيوری دې زما له سره کم مه شه!

(۲) لولم مينه وړي تېر يادونه دې

شپه او ورځ د سترگو په ککيو کې

ورک دې کله پل له دغه چم مه شه!

(۳) نه دي لمر سپوږمۍ دې د ښايست ساري

نه د جنت حوري د سيالۍ جوگه

سيالې ښاپېرۍ دې د ارم مه شه!

                             پنځگر

جم جکړ؟

          تورو اوبو سره

                             لاس يوکړ:

پوپنا يې ټاپوگان کړل

          د بېوزلو بېگناهو خوراړيانو…

خو،

       يوه ځمکني خدای  يې

                   کله پړه ونه منله

او نه وکړه څه منښته

چې دا غبرگ تور  ناورينونه

                             دي همدوی راپنځولي!!؟

جلاوطني

له ټاټوبي جلاينه

              پرلپسې پردي کېدنه،

                                       د اکر وکر بايلنه…

تيږه هم  شي هله سپکه

چې له خپل ځای  شي بېځايه!

(اکروکر: حالت- هويت )

د پښتيانا زېږکاليزې ته

د سيند پر غاړه منجيل ونه

                                         ځانته ناسته،

پرېمينځي خپلې زرغونې څڼې…

پسته نرۍ وږمه يې له تارونو سره

                      کړي تېرې هېرې ناويلې کيسې.

د سيند پر غاړه منجيل ونه

                                  ځانته ناسته،

په ننداره د ها پېغلوټو پېغلو نجونو

چې په رڼو رڼو اوبو کې

                    د  ډنډگلو په څېر ځلي.

خوښې خوشاله واړه نجونې،

                    -دا ځمکني  ځلانده ستوري-

د  اسماني ستورو سيالۍ ته هوسېږي.

………………………………………………………………………………………….

هورې زماد وران ټاټوبي

                    ها وړه نجلوټې

ږمنځوي تر تور ټيکري لاندې بيا

                    خپل جړ وربل او څڼې…

 ا و هله نموږي

 په يو بل  تک تورپړوني کې

                        د نغښتې ناوکۍ څڼوکې…

 پسلغه وبله ځي د خوب غېږې ته دواړه

د تورې شپې تر چتر لاندې

                    شونډې پر شونډو،غاړه پر غاړه!

خپلې اسرې لورزۍ ته د پېنځلس کلنۍ

    په درشل کې:

       مرغه ښه

ته شوې  کټ مټ هغه ځلانده بدر،

د پېنځلسمې سپوږمۍ،

چې د بدرۍ  پر پليونۍ او سيالۍ،

 د چين ماچين له ښاپېريو سره

د خپل بې کچه پېغلتوب،

د يو بېساري شان ښايست ښکلا اسمان لره

زينه کېښووه،

 او  په دې توگه

د  خپل برم د هسک پر مخ وځلېدلې هسکه!

                    ***

پرې ، په تروږميو کې د شپو

 ټپرېدلې  قافلې د ستورو

ستا د ځلاندو پلوشو په رڼا،

  کاندې د لمر  د ښار پر لور

 تور واټنونه  لاندې…

نه  چې د خوب په پلمه،

د نارنجباغ تر غوړېدا له مخه

خپل بدر مخ د گردومو په تور  ټيکري  کې

دومره ژر ونغاړې!

***

وه، مې  دسر سترگې روڼې

 ستا د سپوږميزو پلوشو په رڼا

او د زړه سترگې مې روښانه  تل

دا ستاپه پلوشينه  مينه…

دنجونو ميرې ښايسته ښکلې بدرۍ،

 مرغه دې ښه د پېنځلسمې سپوږمۍ!

-
بېرته شاته