(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژبې

[29.Feb.2016 - 12:45]

لس زرونه کاله مخکې پیدا شوې
د آسیا په زړء کښې وروڼه خویندې ژبې
مغولي، ترکستاني او هندو-آرین
یوه پښتو بله فارسو دي خوژې ژبې
په دوه سوو ممالکو د دنیا کې
مختلف رنګونه ،خلک او خپلې ژبې

عربي وه له پخوا دعلم ژبه
خو غربیانو تخنيکې کړې برَګې ژبې

اوس وګورئ د انګریز،جرمن کمال ته
پسې نه رسي روسي، فرانسي ژبې

لژ به غوږ شو د پښتو خواږء داستان له
پشتنو شاهانو خرڅه کړې ژبې
بیټ نیکهء امیر کروړ بیتونه جوړ کړل
غلیمانو ېې کتاب سېځلې ژبې
خوشحالخان،رحمن،حمید،الفت بینوا
حبیبي، خادم، رشاد رښتین ې ژبې
څومره بیته ،څومره نثره لیکل شوي
لا نور څومره ویيل کېږي ښکلې ژبې
قندهاري،ڼنګرهاري،وردګ ،لوی پکتیا
یو څو ګړو کې توپیر د یوې ژبې

پښتونخواکښې پرې  اوردو شوه میر غضبه!
کابورا او هریوا کښې شیوعي ژبې!!
پره دۍ  ژبې زده کول که وي کمال
بې کماله پشتانهء کړي نورې ژبې

د خدای پار دی پښتنو ټول سره یو شئ
یوه پشتو کړۍ د یوپښتونولي ژبې
باچاخان او صمد خان لژ در په یاد کړئ
د سیندونو ، ارګ، جومات او حجرې ژبې

بس حمیدالله ډېرئ ژبې دې زده کړې
بې زړه مهء شه، زړءور د ساپۍ ژبې!

-
بېرته شاته