(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوله

[14.Feb.2016 - 03:20]

سوله امر د الله دی ، سوله سنت د محمد ده ++ سوله پوهه ده، همت دی ، د ژوندون جد او جهد ده
ماشوم سوله کې روزېږي؛ بوټي سوله کې شنه کېږي+مکتب په سوله لوستل کېږي، الفبا ده که ابجد ده
مینه سوله کې ښه ښکاري، عشق د صلحې طلبګار دی+ په سوله کورودانیږي، د ابیض که د اسود ده
پرمختګ بې سولې نه شي، په جګړه کې شاته تګ دی++ لږ څه وګورئ دنیا ته ، له ګهوارې تر لحد ده
طبابت دی که انجنیري، ستور مزلي ، کمپیوټر هم+++ سولې، پوهې له برکته ، مخ په لوړ دي بې له حده
حمید زړه ور وايي ای وروڼو!د آسیا په زړء کې یو شئ++ ولسواکي د ولس ده، نه ع غ  اونه زامنود عبدالاحد ده!

-
بېرته شاته