(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لانت په داسو رهبرانو

[13.Feb.2016 - 14:32]

 د سولې کیچړۍ طنز : محمود نظری
موږ ته چا باندې کړئ بیا کیچړۍ
چا مرض راوستئ راته د تبې ژړۍ
د دې ډول غدارانو بازار ښه تود دی
مشر هغه چې کړه یې وي د تروړۍ
پښتو له دې واکمنو سره نه جوړیږي
له دښمن سره هرواکمن لري تاړۍ
هیڅ ډول ښه سوچ دلته نه چلیږي
هریو دی رهي پسې د هوایي پوکناړۍ
دپوه په خوله څوک کېله نه سپينوي
که دهغه څیري په بابولالوسي غړۍ
دلته مشاور، وزیرهغه څوک کیږي
چې سمه نه لري پزه ،وي بورۍ
***
پوهانو د لیونو د لاسه وطن پرېښود
یا یی ډالرو خولې ته اچولې تمبړۍ
څوکۍ ټولي له یوه سره ارثې سوې
نامخدا هر واکمن دچوچ پوچ لري لړۍ
چا ښوولئ دا پښتون دنیا ته دی حیوان
هغه دي چې تل په پښتون وهي دړۍ
هغه بل څوک نه دي همدا واکمنان دي
پايي د پښتنو دمړو په حلوا و غړۍ
هر لوی واکمن وژلي دي په زرو پښتانه
دهغو په وینو يې تر اوسه څرخي ارغړۍ
***
دښمن وايي پښتانه غولان بمبارد وو
د طالب په نامه ورکوو د پښتون زړۍ
ورک به اخیرنسل د مردار پښتون کړو
ځکه دهغه ټوله بدن جوړ دی د چیچړۍ
هغه ځوان چې د وطن آزادي غواړي
د هغوټولو لاسو ته اچول سوي اتکړۍ
هغه چې د ازادۍ لپاره هر خوامنډه وهي
دهغو هر یوه پښو ته اچول سوي بیړۍ
***
خیر چې د پښتون بیه لویدلې ده دنیا کې
ددنیا په بازار کې بیه نلري د یوې کوړۍ
واکمن غواړي پښتون چټ او پوپنا سي 
ځکه هغه دنیا ته ښوول سوی بادجړۍ
دښت لیلي یې دپښتنوپه وینو اوبه کړه 
تا وارویده کوم نرۍ ږغ د بشری نړۍ
عبدالرحمن چي په مرګ محکوم سو
په ژغورولویې ددنیا پورته سوه لمغړۍ
آمریکا غواړي خپل مرییان دلته واکمن کړي
چې موپه شتو او ناموس وکړي رغړۍ
مریی یې چې هرخیرن واکمن راولي
اعتماد ته هغه اول دپښتون ماتوي کوپړۍ
***
پوهیږي که یووار پښتون یو لاس سو
له وطنه به ټوله کړي د خراسانیانو شړۍ
هغه وخت به بیه لوړه سي د پښتون
چې د ډرن پښتون واکمن پرې سي جرړۍ
ټول پوهیږي څوک وطن آزاد غواړي 
څوک غواړي ورکي کړي کږې پګړۍ
***
دا واکمنان هیڅ وخت سوله نه غواړي
ځکه دهغو د ډالري ګټو شلیږي پړۍ
په رښتیا سولې کې دوی ته څه رسیږي
هریو به بیا تښتي تر کولابه بې کیړۍ
«نظری» سوله نه راځي چې دا واکمن وي
هغوی نه دي یوازې پښتون دی خاوند مړۍ
تمبړۍ ( وړه تمبه)،بورۍ( پلن پوزی)،پوکناړۍ ( بوغی)،تاړۍ ( پیوند)،تروړۍ ( ګیدړه)، بیړۍ ( ځولني).لړۍ ( کتار)، باد جړۍ (سیلۍ راوړې واوره )،رغړۍ( سپین سترګی)، غړۍ(څو لایه غوړه ډوډۍ). کیړۍ (چپلۍ)

لانت په داسو رهبرانو

موږ دربدره کړو د پښتنو پڅ باچا او وزیرانو
چې د پښتنو د حق په اړه سوي له ګونګیانو
دا د واک مړه پښتانه وزیران ټول چوپ دي
ډیرلوړ مقامونه دي د وطن فروشو لوچکانو

غني مقرروي چې پیدا کړي کوم پنچر باسیکل
اجراییه خپل زرهی ټانک ټاکي ضد د مینانانو
هغه پمن چې واک نه لري دپښتنو سیله کوي
واکمن پښتون خواجه سي دسقاو بچه ګانو
نه پوهیږوولي مو رایه ورکړه یوه اګۍ والا ته
چې پښتون باچا سي بیا ښه یار سي د خاینانو
موږ شوده ګان خوشاله په پښتون وکیل وزیر یو
پښتانه چې مقرر سي بیا نانزکې سي دوطنفروشانو
پښتو خرابه کړه خپله همدا واکمن پمن پښتون
پارسي وایي لکه نوي په خبرو راغلو ماشومانو
د بدل اتل اوشهیدانو لومړی دوی دي ډولوال
په وینو لژند حسین یې هیر ساندې وایي دایزدیانو
د وطن دخاینانو انځورونه موښتي په هر دیوال
هیڅ چیري انځور نسته دوطن د اصلي اتلانو
هر چیري انځور د بدل استاذ اوبدل اتل ځړیږي
داوطن بیا یرغمل سوی لخوا سروغلو سقویانو
په سپینو سترګو د درواغو افسانې جوړیږي
څومره بې غیرته یاست واکمنو ډارنو افغانانو
په خلکو یې په زوره ټپي چې دا پاک شهید دی
ځان یې خدای کړی مرتبې ورکوی مړوته د جنتیانو
یو عالم افغان پیدا نه سو چې دا فتواوي وغندي
شیخ حدیث اوعالم مو ملګري سوي د شیطانانو
ټوله ویرېږي ددې څو ګوټو په شمېر لوچګانو
لعنت دي وي په دې زموږبې غیرتو رهبرانو
زمری مو یو موږک والي لیري کولای نسي
وطن مو کله ابادیږي په غوړو اوتوندو پسکیانو
د دفتر د پياده لا جرت ډیر دی زموږ له باچا
خپله هم سرپرست، چلوي وطن په سر پرستانو
د پیشو دلاسه کله ګذاره کولای سي موږکان
ځکه د غني ډلې ځان خپله کړې له موږکانو
دغني اوس موخه دا ده چې وکړي ښه خدمت
دولت یې کړ درېیم نمبر ددنیا له ښو مفسدانو
هغه غواړي بې ټېغه دوې دورې تیري کړي
چي په لیست کې راسی د لویو شاه شجاعګانو
موږک که زمری سي بیا هم هغه موږک دی
له پیشو ویریږي که څه مقام یې وي د شیرانو
د زمري او خان وقار په تون د ږغ جوتیږي
پام چی بیا موږک ونه ټاکئ مقام ته د زمریانو
له خرو سره څه علمیت په کار دی په دې ملک کې
زورپه کار دی چې څو سرزوره ونیسي یووار د لکیانو

محمود نظری

-
بېرته شاته