(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مسافرو ته ‌ډالۍ

[29.Jan.2016 - 07:11]

جانان ک‌ډي تړلي ددي کلي روانيږي
که څو منت , زاری ورته کوم نه ايساريږي

پرون يئ راته ووی چې اوس ښه ديدن مي وکه
سبا به درته تير دغه وختونه در ياديږي

انسان يو مسافر دې کله دلته کله هلته
يادونه ئي په لوبو د يو بل نه جدا کيږي

ما نه ګڼله دا چې جدايئ به مو نصيب شي
ستا ټولي خاطری خوږي خبري راياديږي

ورځه په مخ دي ښه شه زه بيدار درته دعا کړم
هميش اوسي خوشحاله  که زما په دعا کيږي

بصير بيدار ستوری

-
بېرته شاته