(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځما کمال نه ‌ؤ

[27.Jan.2016 - 10:35]

وو کتابونه دکمال زما کمال نه وۀ
ديو پښتون په لائبريرۍ کښې ستر خوشحال نه وۀ
د رڼا ړوند ومه بيخي مې ځان ته خيال نه وۀ
راغلے وۀ داسې وبال لکه وبال نۀ وۀ
لنجې به وې دبيليدو بيخي مجال نۀ وۀ
زما اؤ ستا تر مينځه دومره سخت جنجال نه وۀ
ماسره داسې توره وه چې زۀ ئې خپله غوڅ کړم
ماسره توره ددې وخت نه وه او ډال نه وۀ
که ديوالونه نه وې مينځ کښې جدائې نه راتله
که ديوالونه نه وې مينځ کښې به ديوال نه وۀ
اوس چې ما څوک ويني منګله! رانه لرې تښتي
بدحال به مخکښې زما وۀ خو داسې حال نه وۀ
(اسيرمنګل) له اېشمه څخه

-
بېرته شاته