(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اختر

خلک خاندي خوشالي کوي اخــــــــــــــتر دی په هېواد مې د غمونو خپور ټغــــــــــــــــــر دی پوره لس کاله مونږ سور خامار وژلــــــــــــي یو نن د تور ښامار زمونږ پــــــــــــــــه مرګ اشر دی ایرانیان او پنجابیان راته یــــــــــــــــو لاس دي استعمار سره نیولی یو سنګـــــــــــــــــــــــــر دی کلتور ژبه او تاریخ مو محوه کـــــــــــــــــــــــېږي هرې خوانه پرې لو ګډ د یرغلــــــــــــــــــــــګر دی ټول هېواد کې مې ښادۍ په ویر بدلـــــــــــــــېږي بس تش نوم په ما تپي چې ترهـــــــــــــــــــــګر دی نهویشت کاله په سرو ینو کې لــــــــــــــــــــــــمبېږو ټول وطن شو کنډواله پرهر پرهـــــــــــــــــــــــر دی هر اختر مو په وژنو نمانځل کــــــــــــــــــــــــــــــېږي ټول ولس مې مهاجر او در پـــــــــــــــــــــــــــه در دی پښتنو! که سره یو او بېدار نه شـــــــــــــــــــــــــــوئ نو ورک کېږۍ د سرشار پوره بــــــــــــــــــــــاور دی

Haji Mohammad Nadir Sarshar -
بېرته شاته