(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خان بابا عبدالولی خان په مړینه

پـه مـرک ئې واوړی نـابــبـره پـــښـتـون
چې سـر پـیـدا کـړی دا بـې سـره پـښتون
 
ټـولـو قـامـونــو مــــشـرۍ پـــیــدا کـــړه
وی بـه تـر کـومــه بــې رهــبـره پـښتون
 
د « ولی خان » په مـړیــنـه ژاړم درتــه
چــې ؤ لـــه اره او ټـــــبـره پــــښـــتـون
 
زبه ! چې خـپل مشر په ژوند نـه پــالــی
کـړی بـرخـمـن لـدی هــــنـره پـــښـتـون
 
د ځانـځـانـۍ پـه اور کې ســوځی چې لا
ایــښـی پــخـه نــه ده ډبـــــره پـــښــتـون
 
لــدی وژونـکــی رنـځــه ټــول کـړیــږو
کـه دی پـه لـره کــه پــه بـــره پـــښـتـون
 
پـښـتـانـه خــپـل مـشر په ژونـد نـه پـالـی
په مـرګ ئـې ژاړی در پـه دره پـښـتـون
 
نـن د « ولـی خـان» د مــاتــم پـه ټـــغـر نـاسـت
له چــتـرالـه تــر خـیــبـره پښتون
 
ـ سرتــیـره ـ «خـان» د باچا خان بچی و
پــدی خــبـر کــړه بــې خـــبـره پــښـتون
written by: Abdul Wahab Sarter -
بېرته شاته