(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مه کوه

[27.Jan.2016 - 09:51]

     په ما تېر نه اوځې، ګومان د کوم ناچار مه کوه

یې زورور به، خو په ما د چا اختیار مه کوه

خبر یم ته یو سوداګر یې، کاروبار دې ښه دی
خو د اور لوبې، او د وینو کاروبار مه کوه

ما وېل کوډله چې اور واخلي، ماڼۍ هم سوځوي
ګاونډ کې اوسه، خو د شا له خوا ګوزار مه کوه

که، دې ته ګورې پرښتې به له آسمانه راشي؟
د اباسین شهزاده وېره له غدار مه کوه

په عذر نه خلاصېږې، زور نه هم کمی نه لري
دار ته به لاړ شې، خو رښتیاوو نه انکار مه کوه

لږ ورته ووایه، زما شتون ته دې خیال ساته
غلام مې مه ګڼه، کارونه د بادار مه کوه

زما هډوکي د پېړیو توپان نکړل خاورې
ته لا صغیر یې، او کانې ګوره د پلار مه کوه

سترګې یې چا ورته سرې کړې وې په مخه راغی
سنګروال ووېل ورته، لوبې د اغیار مه کوه

-
بېرته شاته