(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پټان خان ته

[22.Jan.2016 - 21:59]

محمد طاهر کاڼی
 

 پټان خانه!
سپین ویل درته کومه  
په شف شف دې کله کله
سر چندانې نه خلاصيږي  
زه هم پاکه، تکه سپينه،  
مامدینه درته کړمه،
چې دې سر ورباندې خلاص شي،
کنایو، استعارو نه به نن لري لري گرزم.
پټان خانه!  
ته ويده يې بې پروا هماغه کټ کې  
چې پېړۍ پېړۍ همداسې پکې پروت وې
خو نړۍ ده داسې ويښه
داسې مخ پر وړاندې درومي
چې تر څو ځان ښوروې په دغه کټ کې
نو هغه درنه وي دومره مخکې تللې
چې يې ته بيا په لروين کې هم ليدلای چيرته نه شې.  
پټان خانه!
ته خو تل دا هېروې چې
دوښمنانو په خپل جال کې يې د کب په شان نيولی،
ته تر اوسه د پنجاب او پيرنگي په
نيرنگونو کې راگير يې،
ته تر اوسه پر دې نه يې پوهېدلی
چې د دين او د تبليغ تر نامه لاندې
تا رالېږي خپل هېواد ته
او خپل ورور درباندې وژنې،
تا رالېږې چې د خپل هېواد وگړي
ورته ووژنې پخپله.
خو دا واوره چې په خاوره د افغان کې  
ستا په شاني ډېرو خلکو
خپل سرونه دي خوړلي،
«چې بد گرزي بد به پرزي».  
پټان خانه!  
ته تر اوسه د پوهنې  
د رڼا په مانا نه يې پوهېدلی.  
ته تر اوسه پرمخیون د
سرو کوپارو عادت بولې
ته تر اوسه ښوونځی او پوهنتون د
کاپرانو رواج بولې.
پټان خانه!  
پېړۍ تېرې شوې درباندې
خو اغېز يې پر تا هېڅ نه دی ښندلی  
په دې دغومره مهال کې
فريد خان، او خوشال خان هم
احمد خان، او بيا مومند محمد گل خان تر
مجاور احمد زياره
دي نارې ډېرې وهلې ستا په غوږ کې
چې له خوبه دې راویښ شه،
او که نه نو بيا مهال درنه تېرېږي.
پټان خانه!  
که ته تل پر دې مين يې
چې غيرت د ډېرو وينو بهول دي
بيا خو دا خبره واوره
چې په وينو بهولو کې تر تا بیا
ځناور لا ډېر تکړه دی  
نو که وينې بهول چيري غيرت وي
بيا تر تا خو ځناور ډېر غيرتي شو.
پټان خانه!  
ته پر خوب دومره مين يې
چې د سکاډ له توغندي د
امريکا تر لويو لويو توغنديو
د غفلت له خوبه نه يې راويښ کړی.  
که ته خپله له دې خوبه
ځان پخپله راويښ نه کړې
دا په یاد لره،
غوږونه دې ښه خلاص که
د دوښمن کار خو مالوم دی،
هېڅ يو دوست به دې له خوبه راويښ نه کړي،
بيا نو ځان مړو کې شماره.
پټان خانه!  
ما خو تل دغه پوښتنه ځوروي چې
ته به کله  
له مرگوني خوبه ويښ شې!؟  
 
روسيه-وولگينسکي
د ۱۳۹۴ ل کال د مرغومي ۲۸
د ۲۰۱۶ ز کال د جنوري ۱۸  

-
بېرته شاته